ښرنه (پژواک، ١١ وږى ٩٥): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي چې په دوو ولسواليو کې ٤٧ طالبان وژل شوي او ګڼ نور طالبان او اووه پوليس ټپيان دي.
دغه څرګندونې د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي د وږى په١١مه خبريالانو ته وکړې.
هغه وويل چې سلګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د اومنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
ده وويل چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ٣٥ وسله وال و وژل شول او لسګونه نور ټپيان دي.
دغه راز د اومنې ولسوالۍ اوسيدونکي سيدالرحمن هم پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې ډله ييز بريد وکړل.
هغه وويل چې جګړه د شپې يوولس بجې شروع شوه او د سهار تر څلورو بجو پورې يې ادامه درلوده.
هغه زياته کړه: ((طالبانو د درنو وسلو تر څنګ دولتي ټانکونه هم درلودل او پر پوستو يې ډزې کولې.))
ده وويل چې په دې نښته کې ١٢طالبان او دوه پوليس وژل شوي او څلور پوليس ټپيان شوي هم دي.
د همدې ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې درې پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
هغه وويل چې په دې جګړه کې شلو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو يو ټانګ بيا طالبانو په راکټ ويشتلى دى.
دغه راز د پکتيکا امنيه قوماندان دا هم وويل چې تېره شپه طالبانو د خوشامند ولسوالۍ په جمجمې پوستې هم بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٢طالبان وژل شوي او ګڼ شمير نور طالبان و درې پوليس ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP