Language

په پکتیا کې د کلکاني د بیا خښولو په غبرګون کې لاریون وشو

ګردېز (پژواک، ۱۲ وږی ۹۵): د پکتیا خلکو د یوه لاریون په ترسره کولو سره وویل چې د کابل په مهمه تاریخي سیمه کې د حبیب الله کلکاني خښول په لوی لاس د قومو تر منځ لانجې ته لار هوارول دي او پر حکومت غږ  کړی چې د دې ډول موضوعاتو په اړه چوپه خوله پاتې نه شي.

هغوی چې نن  د جمعې له لمانځه وروسته یې لوی لاریون ترسره کړ، وویل چې کلکاني د هېواد د تاریخ تور داغ دی او  هېڅکله به یې د اتل په نوم ونه پېژني.

د پکتیا  ولایتي شورا غړي محمدرحمان قادري وويل :  ((موږ  پر مرکزی دولت غږ کوو چې د حبیب الله کلکاني په موضوع کې ولې چوپه خوله پاتې دي او بايد ژر تر ژره يو دريځ خپل کړي، څو  خلک له خپل منځي جنجال څخه وساتل شي .))

نوموړی وايي، د حبيب الله کلکاني د جسد خښولو مراسم چې تېره ورځ په ترينګلو حالاتو کې ترسره شول، دا د هېواد دقومونو دبېلوالي لپاره کار کول دي او له دې سره به قومونه ووېشل شي .

د پکتيا قومي مشر ښايسته جان احدي وويل:  ((که له کابل څخه د بچه سقاو هډوکي لرې نه کړي، ولسونه به په پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.))

دی وايي، د هېواد قومونو او مخورو دغه هېواد ته ډېرې قربانۍ ورکړې دي او له داسې اشخاصو څخه چې بهيرنيو ته يې کار کړی د هغوی درناوی د شهيدانو سپکاوی دی .

دی وايي،  کلکاني د هېواد دښمن و، او تل یې د هېواد په تاریخ تور داغ لګولی، دوی وویل په هېڅ ډول به د پکتیا ولسونه حبیب الله کلکاني د هېواد د اتل په نوم ونه پېژني.

لاريون کوونکو دحبيب الله کلکاني عکس ته اور ورته کړ او د هغه پر  ضد يې شعارونه ورکول .

د يادونې ده چې له دې وړاندې هم دپکتيا بېلابېلو ټولنو ورته غبرګونونه ښودلي وو.

login or register a new account.