خوست ښار (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۹ وسله وال وژل شوي.
د سپېرې ولسوال محمدعظيم پژواک خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې وويل چې دغه پېښه تېر مازديګر پنځه بجې او دېرش دقيقې د يادې ولسوالۍ په غورمه سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وژل شوي کسان ټول بهرني وګړي دي چې په يو موټر کې يې بلې سيمې ته سفر کاوه.
د ولسوال محمدعظيم په وينا، په دې پېښه کې يو بل کس ټپي شوی هم دی.
بلخوا د خوست ولايت مقام د يادې پېښې په اړه بې خبري وښوده.
خو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دې بريد کې ١١ وسله وال وژل شوي دي
غورمه د سپېرې ولسوالی له مرکزه شاوخوا لس کيلومتره لرې شمالي وزيرستان ته نږدې سيمه ده چې وخت ناوخت په کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه ليدل کېږي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن