خوست ښار (پژواک، ١٦ وږى ٩٥): د خوست چارواکي ادعا کوي چې په سپېرې ولسوالی کې د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې ۲۹ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د سپېرې ولسوال محمدعظيم د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره ورځ له غرمې مخکې د يادې ولسوالی اړوند د هوتخېلو په سپين کوتل سيمه کې شوی دی.
هغه وايي، د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې درې موټر په نښه کړي چې د بريد په پايله کې دوه يې په بشپړ ډول له منځه تللي او درېيم هغه يې ترې روغ وتلى.
د ولسوال په وينا، په ياد بې پيلوټه بريد کې د ازبک او پنجابي جنګيالو په ګډون ۲۹ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، وړمه ورځ هم د سپېرې ولسوالی اړوند د غورمې په سيمه کې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی و چې د چارواکو په وينا په دغه بريد ۹ بهرني وسله وال وژل شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن