خوست ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه، ٩٥): د خوست ښاروال وايي چې سږکال د ښاروالۍ په عوايدو کې پنځوس سلنه زياتوالی راغلی او دا لړۍ ورځ تر بلې په ښه کېدو ده.
ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزی زياتوي چې د ښار د تنظيم، پاکوالي او پراختيا لپاره د عوايدو را ټولول تر ټولو مهم او اړين کار بلل کېږي او په دې برخه کې يې جدي ګامونه هم اخيستي دي.
هغه چې د تلې په لومړۍ نېټه، د عامه پوهاوي يوې غونډې ته يې خبرې کولې وويل، چې د روان کال د تېرې يوې مياشتې عوايد يې څه باندې ۱۳ ميليونه افغانيو ته رسېږي اودا د ښاروالۍ د عوايدو تر ټولو لوړه کچه ده.
ده زياته کړه :((له نېکه مرغه سږکال تردې وخته زموږ د ښاروالۍ عوايد ۵۰ سلنه لوړ شوي. کله چې عوايد لوړ شول، نو د ښار پراختيا، تنظيم او تنظيف چې د ښاروالۍ له اساسي مسووليتونو څخه دي، په ښه ډول مخته ځي.))
ښاروال د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه او د بېلابېلو روزنيزو پروګرامونو له لارې د مامورينو وړتيا لوړول هغه څه بولي چې د عوايدو په ډېروالي کې يې مهم رول درلودلی دی.
نوموړي زياته کړه چې د ښار د پراختيا په خاطر دا مهال د شاوخوا ۲۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې ۱۴ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به يې ښاريانو ته اړينې اسانتياوې برابرې شي.
عبدالبصير وايي: ((د ۱۲.۵ کيلومتره سړک په ګډون له ۱۴ پروژو څخه شپږ هغه يې بشپړې شوې او اته تر کار لاندې دي. دا لومړی ځل دی چې په يو ځل دومره پروژې د ښار په دننه کې پلې کېږي.))
بل خوا د خوست د والي مرستيال شېربادشاه ارګونی وايي چې د ښاريانو له همکارۍ پرته ښاروالي په يواځې ځان هېڅ هم نه شي کولی او اړينه ده چې ښاروالي دې برخې ته د خلکو پاملرنه را جلب کړي.
هغه زياتوي: ((يواځې يو دولتي ارګان نه شي کولی چې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. د خلکو همکاري له ښاوالۍ سره اړينه ده، ځکه د حفظ الصحې لپاره د يو پاک چاپېريال رامنځته کول، ډېر اړين دي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن