ګردېز (پژواک، ۲ تله ۹۵): د پکتیا د سولې شورا غړي، قومي مشران او د مدني ټولنې غړي وايي چې د حزب اسلامي او دولت ترمنځ سوله یو غوره اقدام و او په دې سره کېدای شي نورې وسله والې ډلې هم دغه کار ته زړه ښه کړي.
یادو کسانو دغه څرګندونې د پکتیا په مرکز ګردېز کې په یوه غونډه کې چې د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د هوکړې د لاسلیک د ملاتړ په تړاو د سولې شورا د سیمه ییز دفتر په نوښت نن (د تلې ۲مه) جوړه شوې وه، وکړې.
د ياد دفتر سيمه یيز مشر ډاکتر فضل ربي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې هوکړه ليک خلک ډېر خوشبين کړي او دا به د سولې پر نورو اړخونو باندې هم مثبت اثر ولري.
نوموړي زیاته کړه چې خلکو کلونه کلونه د دې ورځې انتظار کړی و چې د حزب اسلامي او دولت تر منځ سوله وشي چې بالاخره تېره ورځ دغه کار ترسره شو.
ده وويل چې د حزب اسلامي مشر انجنر ګلبدين حکمتيار د سولې په خاطر له ډېرو شيانو تېر شو، ملي ګټې او د خلکو غوښتنې يې په پام کې ونيوې.
فضل ربي دا هم وويل له دې وروسته په کار ده چې دغه هوکړه په سم ډول پلی شي، ساتنه يې وشي او هېچا ته هم اجازه ورنه کړل شي چې پر وړاندې يې مخالفت وشي.
د غونډې يو بل ګډونوال جګړن محمد حکيم وويل: ((موږ له ولسمشر، د حزب اسلامي له پلاوي، د سولې عالي شورا او نورو هغو کسانو څخه مننه کوو چې د سولې دغه خبرې يې په کاميابۍ سره ترسره کړې.))
هغه زیاته کړه افغانانو نړيوالو ته دا وښوده چې کولای شي په خپل منځ کې د ستونزې حل لارې ته سره ورسېږي او بغير له نړيوالو يې حل کړي.
نوموړي وويل که چېرې نورې ډلې وغواړي هم، کولی شي خپل مخالفتونه د مخامخ خبرو له لارې حل کړي او هيله يې دا ده نورې ډلې هم له مخالفته لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي.
په پکتيا کې د مدني ټولنې غړي عبدالله پکتين هم وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه ليک په هېواد کې پر نورو بېلابېلو ډلو هم مثبت اغېز لرلای شي.
نوموړی وايي چې نورې وسله والې ډلې هم دې ته هڅول کېږې چې د سولې لاره خپله کړي او يا يې هم د مخالفت ذهنيت بدلون وکړي.
پکتين زیاتوي چې دغه هوکړه ليک دې ته هم لاره هواروي چې د سياسي ثبات په راوستو کې مرسته وکړي.
login or register a new account.