خوست ښار (پژواک، ٦ تله ٩٥): د خوست والي وايي چې که د ښاري پراختيا د پلان او د بيارغونې د پروژو د پلې کولو پر وړاندې هر څوک خنډونه جوړوي، د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.
والي حکم خان زياتوي چې د ښاروالۍ د تفصيلي پلان له مخې دا مهال د خوست ښار دننه او شاوخوا سيمو کې د بيارغونې ګڼې پروژې تر کار لاندې دي چې په بشپړېدو سره به يې ښاريانو ته اړينې اسانتياوې برابرې شي.
هغه چې د تلې په ٦مه د ښار لوېديځ لوري ته د حلقوي سړک او د ازادۍ مېنې تر منځ د رغول شوي سړک د پرانيستې مراسمو ته يې خبرې کولې وويل، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د ښاري پراختيا د پروژو مخه ونيسي.
نوموړی زياتوي: ((د ښار د تفصيلي پلان په تطبيق کې هيڅ ډول خنډ نه شو منلی، دا د ښاروالۍ او د امنيې قوماندانۍ مسووليت دی، چې که د پراختيايي پروژو پر وړاندې کوم خنډ موجود وي، قانوني اجراات دې وکړي.))
والي حبيبي زياته کړه، ياد سړک چې د څلورو مياشتو په موده کې په بنسټيز ډول د ۱۹ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوی، په ښار کې به د موټرو د ګڼې ګوڼې په کمېدو کې ډېره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: ((دغه سړک ١،٢ کيلومتره اوږدوالی او ۱۸ متره سو لري او دوه متره پياده رو لري. په اساسي ډول د ګلدان او په نورو ملحقاتو سره جوړ شوی دی.))
د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير وايي چې د سړکونو، ويالو او لښتيو په ګډون د بيا رغونې ټولو هغو پروژو، چېد ښاروالۍ په چوکاټ کې په تېر يو نيم کال کې بشپړې او يا روانې دي، کيفيت ته يې ځانګړې پاملرنه کړې ده.
نوموړي وويل: ((په ټوله معنا موږ دې ته ژمن يو، هغه پروژې چې د ښاروالۍ په چوکاټ کې جوړيږي، په معيارونو برابرې دي. د دغه سړک چې نن پرانېستل شو، ټول لازم ټېسټونه يې شوي دي)).
ښاروال زياتوي چې دا مهال په خوست ښار کې د سړکونو، لښتيو او کانالونو په ګډون اته لويې پروژې تر کار لاندې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې او پرانيستل شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن