ښرنه (پژواک، ٨ تله ٩٥): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د انګور اډې په سيمه کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه او نور پوځي تاسيسات ونړول.
د برمل ولسوالۍ قومي مشر نورالله وزير د تلې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د پاکستاني تاسيساتو پر وړاندې لاريون وکړ.
هغه وويل چې د پاکستان له لوري په انګور اډې سيمه کې دروازه او نور تاسيسات جوړ شوي وو چې د همدغو لاريون کوونکو لخوا ونړول شول.
هغه زياته کړه: ((دغه تاسيسات موږ ځکه خراب کړل چې د افغانستان په خاروه کې جوړ شوي وو او بله دا چې پاکستان غوښتل د ځان لپاره دغه دروازه يو تاريخي ثبوت جوړ کړي.))
د دې ولسوالۍ د مرزې سيمي اوسېدونکي اسدالله هم پژواک ته وويل چې د انګور اډې په سيمه کې د پاکستان پوځ له لوري جوړ شوي تاسيسات ونړول شول.
هغه وويل:((د دې دروازې په جوړېدو سره وروڼه قومونه سره جلا شوي اوس بېرته سره يو ځاى شول.))
ده وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي به تر دې وروسته پاکستاني پوځيانو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په خاروه کې پوځي تاسيسات جوړ کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل: ((زه په دې اړه تر اوسه خبر نه يم او چا ما ته احوال هم نه دى راکړى.))
خو په برمل ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ياد تاسيسات نړولي دي.
هغه وويل چې پاکستاني پوځيان دې سيمې ته نږدې شتون لري، خو له لاريون کوونکو سره يې تر اوسه کومه شخړه نه ده کړې.
همدا راز د پکتيکا ولايت ځينو محلي چارواکو هم دغه پېښه تاييد کړې خو نورجزئيات یې نه دي ورکړي.
پاکستاني پوځيانو تېر کال د انګور اډې په سيمه کې يوه دروازه او ځيني نور پوځي تاسيسات جوړ کړل چې بيا د روان کال د غبرګولي په مياشت کې افغان او پاکستاني چارواکو وويل چې دغه دروازه او تاسيسات افغان لوري ته سپارل شوي دي.
login or register a new account.