کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٥): د کندوز ځايي چارواکي وايي چې د ځانګړو قطعاتو ځواکونه کندوز ښار ته رسېدلي، د ښار چوک يې بېرته نيولى او وضعيت عادي حالت ته راغلى دى.
د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبان تېره شپه کندوز ښار ته له ننوتلو وروسته وتوانېدل چې خپل بیرغ د ښار په مرکزي چوک کې ودروي.
د کندوز ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني نن سهار پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو پرون له څو خواوو پر کندوز ښار بريد وکړ او وتوانېدل چې د کندوز ښار ځينې ساحې ونيسي.
خو هغه زياته کړه: ((تېره شپه د کندوز ښار چوک د ساعتونو لپاره د طالبانو لاس ته ورغى، خو د ځانګړو قطعاتو له ورتګ سره بېرته ترې ونيول شو او وضعيت عادي شو، خو وسله وال طالبان لا هم د کندوز ښار په ځينو ساحو کې شتون لري.))
رباني د هېواد امنيتي وضعيت په ټوله کې د اندېښنې وړ وباله او له مرکزي دولت يې وغوښتل چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره لا زيات ځواکونه واستوي، څو امنيتي ځواکونه له لاسه وتلې ساحې بېرته ونيسي.
د ځانګړو قطعو يوه ډلمشر د نوم له اخيستلو پرته وويل: ((وسله والو طالبانو غوښتل چې تېره شپه د ولايت، امنيې قوماندانۍ او ملي امنيت رياست ودانۍ ونيسي، خو د ځانګړو قطعو په رسېدو سره مو وضعيت بېرته په خپل کنټرول کې راوستلى دى.))
نوموړي وويل چې وسله والو مخالفينو د خلکو په کورونو کې سنګر نيولى او دا چاره د دې لامل شوې چې عمليات د خلکو د خونديتوب په موخه ټکني شي.
نوموړى وايي، امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې له لاسه وتلې ساحې بېرته ونيسي او وسله وال مخالفين له کندوزه وباسي.
د مشرانو جرګې مشر فصل هادي مسلميار نن د جرګې عمومي ناسته کې وويل چې د يو شمېر امنيتي چارواکو د وظيفوي غفلت په پايله کې د کندوز ښار يو شمېر برخې له حکومتي واکه وتلې دي.
هغه وايي چې اوسمهال د کندوز ښار وضعيت د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلى دى.
د ويلو ده چې د تېر کال د تلې په شپږمه نېټه هم طالبانو له څو خواوو پر کندوز ښار بريد کړى و او څو ورځې پر دغه ښار واکمن وو.
login or register a new account.