اسعد اباد (پژواک، ١٣ تله ٩٥): د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د کابو ١١ ميليونو افغانيو په لګښت د درېيو پروژو چارې پيل شوې.
د کونړ والي وحيدالله کليمزي د دې پروژو په پرانيست غونډه کې وويل چې په دې پروژو کې د يوه جامع جومات، يوه کانکريټي پول او يوه کانال جوړېدل شامل دي.
ده زياته کړه، په څوکۍ ولسوالۍ کې د ارشاد او اوقافو وزارت د درې عشاريه درې ميليونه افغانيو بوديجې په لګښت يو جامع جومات، د کليو د پراختيا وزارت له خوا د نړيوال بانک د څلورو ميليونو افغانيو په مالي مرستې د شلو مترو په اوږدوالي او پنځو مترو په سور کانکرېټي پول او او همدارنګه د ٤،٧ ميليونو افغانيو په لګښت د ٢٦٠ مترو په اندازه پوخ او اساسي کانال جوړېږي.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د پروژې له کارکوونکو سره همکاري وکړي، ترڅو په سمه توګه يې چارې بشپړې شي.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده شاهد ډاډ څرګند کړ چې د دې پروژو په ساتنه کې به د څوکۍ ولسوالۍ خلک ډېرې هلې ځلې وکړي.
د څوکۍ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي انځرګل بابا، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پروژو په سرته رسېدو سره به د دوى ډېرې ستونزې هوارې شي.
د ده په وينا، د دې ځاى خلک د يادو شويو پروژو د امنيت په ساتنه کې بشپړ ډاډ ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن