Language

د بلخ ولايت ديني عالمانو ملي امنيتي ځواکونو ته وينه ورکړه

مزارشريف (پژواک، ۱۷ تله ۹۵): د بلخ په ملکي روغتون کې د دغه ولايت د ديني عالمانو په ګډون لسګونو اوسېدونکو امنيتي ځواکونو ته د ملاتړ په موخه وينه ورکړه.

د بلخ د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض د تلې په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د ملکي روغتون د وينې بانک ته لسګونه ديني عالمان امنيتي ځواکونو ته د وينې د ورکړې په موخه ورغلل.

نوموړي زياته کړه چې له ديني عالمانو سره د بلخ تر ۵۰ ډېر عام خلک هم وو.

هغه وايي چې ټولو له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه له هغوی سره د وینې مرسته کړې ده.

د بلخ د حج او اوقاف ریاست د جوماتونو مدير مولوي حميدالله عنايت چې افغان امنيتي ځواکونو ته يې ۵۰۰ سي سي وينه ډالۍ کړه، پژواک ته وويل، دوی هڅه وکړه چې له خپلو ځواکونو سره د حق په جګړه کې ملګرتيا وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د مالي مرستې توان نه درلود، له فکر کولو وروسته دې نتيجې ته ورسېدو، چې بايد خپلو ځواکونو ته وينه ورکړو او په دې ډول يې مرسته وکړو.))

هغه وايي چې د دوی موخه دا هم ده چې له خپلو خلکو سره د حق او باطل په پېژندلو کې د ورته چارو له لارې مرسته وکړي.

د افغانستان د علماوو شورا غړي او اهل تشيع ديني عالم سيد مسعود حسيني هم امنيتي ځواکونو ته وينه ډالۍ کړه.

نوموړي پژواک ته وويل چې دوی به تل له خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د اړتيا پر مهال ولاړ وي.

هغه له ټولو خلکو وغوښتل چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره خواخوږي ولري او په عمل کې يې په ډاګه کړي.

د بلخ د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض وويل چې په کندوز کې د وروستيو جګړو له پيل کېدو سره سم يې د هغه ولايت له اوسېدونکو سره خپلې مرستې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې دوه ورځې وړاندې يې کندوز ته د ډاکټرانو د يوې ډلې سربېره، درمل، لومړني خوراکي توکي او ۵۰ خلتې وينه لېږلې ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.