لښکرګاه (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): چارواکي وايي چې لښکرګاه ته سلګونه کومانډو او ځانګړي ځواکونه رسېدلي، بلخوا سرچينې وايي چې د تېرې شپې په جګړه کې لسګونو وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مرستيال مطبوعاتي مسوول تورن احمد شکيل تسل د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن لښکرګاه ته شاوخوا ٤٠٠ تازه دمي ځانګړي ځواکونه ور رسېدلي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو سرتېرو کې ١١٠ کومانډو، ٤٥ د ځانګړې قطعې سرتېري او پاتې نور د ضربتي قطعې سرتېري دي.
د تسل په وينا، دوى پر درنو اوسپکو سمبال دي، لښکرګاه ته له کندهار او ٢١٥ ميوند قول اردو څخه هم ټانګونه او نور پوځي وسايل ور وړل شوي دي.
دى وايي چې نن به د ورځې په اوږدو کې د لښکرګاه په بېلابېلو سيمو کې عمليات پيل شي.
د قول اردو مرستيال وياند دغه راز وويل چې د لښکرګاه په څنډو باباجي او چانجير کې هم سخته جګړه روانه ده او تر اوسه ٤٠ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دولتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو ده يې کره شمېر په ډاګه نه کړ.
لښکرګاه ته د رسېدلو کومانډو ځواکونو قوماندان تورن خالد پژواک ته وويل چې دوى ښه مجهز دي او د مشرانو امر ته منتظر دي.
بلخوا يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونه په چانجير او باباجي کې له پرون راهيسې محاصره وو او پر وخت ورته مرسته نه ده رسېدلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، کېداى شي ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي وي او يا هم وسله والو مخالفينو ته تسليم شوي وي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي هم په چانجير کې د ګڼو دولتي سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن