Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

قلعه نو (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): بادغيس کې د دوو وسله والو ډلو تر منځ چې د یوې مشري د حزب اسلامي یو پخوانی قوماندان کوي، نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د دواړو لورو ١٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريد اخي زي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو اړوند د ملا هبت الله او ملا محمد رسول ډلو تر منځ له وړمې شپې تر نن سهاره د دغه ولايت د قادس ولسوالۍ په رباط سيمه کې نښته روانه وه.

د ده په وينا، نښته هغه مهال پيل شوه چې د حزب اسلامي يوه پخواني قوماندان عبدالغفار چې پر توپان مشهور دى، د خپلو ملګرو په مرسته له ملا محمد رسول څخه وسلې اخيستې او قادس ته يې لېږدولې چې د ملا هبت الله د ډلې کسانو تر بريد لاندې راغى.

دى وايي چې د ملا هبت الله ډلې اړوند ياد ګروپ مشري د محمد په نوم يو کس کوي او عبدالغفار پخوا په ياده سيمه کې د حزب اسلامي قوماندان و او اوس هم حزب اسلامي ته تمايل لري.

د هغه په وينا، په ياده نښته کې د ملا هبت الله د ډلې دوه کسان وژل شوي او څلور ټپيان دي، خو د ملا محمدرسول له ډلې اته کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دى وايي چې دا مهال (شاوخوا يوه بجه) د يادو کسانو تر منځ جګړه درېدلې خو په سيمه کې دواړه ډلې لا هم په سنګرونو کې دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سيمې له خلکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

 وسله والو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار وسله والو مخالفينو د بادغيس د مرکز اړوند په شباشک سيمه کې پر دولتي پوستو بريدونه کړي دي.

په بادغيس کې د ملي اردو د درېيمې لوا د ارکان مشر ډګرمن شېرمحمد دربند وايي چې په دې نښتو کې يو طالب وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي خو وايي چې د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ په سنګ اتش سيمه کې پر يوه پوسته په بريد کې له دولتي ځواکونو يو تن وژل شوى او يو ټپي دى.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.