مزارشريف (پژواک، ۲۰ تله ۹۵): بلخ ولايت ته د کندوز له جګړو بې ځايه شوي خلک له شته اسانتياوو خوښ دي؛ خو له دولته غوښتنه کوي چې کندوز دې نور له دې بدمرغیو خوندي کړي.
بلخ ولايت ته له تېرو څلورو ورځو د کندوز د وروستيو نا امنيو له امله د دغه ولايت زرګونه اوسېدونکي بېځايه شوي دي.
د بلخ ولايت مقام له خوا د کندوز د بې ځايه شوو لپاره د مرستو د ټولېدو د کمېسيون مسوول ذبيح الله اختري د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کندوز بې ځايه شوي په مزارشريف ښار کې د حاجيانو د تم ځای په دوه پوړيزه ودانۍ کې ځای پر ځای شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې سربېره پر دې، سل خېمې د دغو بېځايه شوو د اوسېدو لپاره په حاجي کمپ کې درول شوې دي.
اختري وويل چې تر دې مه نږدې ۷زره کسان له کندوزه بلخ ته بېځايه شوي چې دغه لړۍ لا هم روانه ده.
هغه وايي دغو بې ځايه شوو ته درې وخته پاخه شوي خواړه ورکول کېږي او ۴زره کسانو ته يې کمپلې رسول شوې دي.
اختري وويل، دغه مرستې د ولايت مقام په همغږۍ د بلخ ولايت د سوداګرو او مرستندويه موسسو له خوا برابرې کړای شوې دي.
عزيزالله له خپلې کورنۍ سره له تېرو دوو ورځو د کندوز له جګړو ځان بلخ ولايت ته رسولی دی.
نوموړي چې په حاجي کمپ کې اوسېږي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په کندوز کې د ژوند کولو ټولې لارې چارې پر خلکو بندې شوې دي.
نوموړي زياته کړه: ((په خپلو سترګو مې د خلکو کورونه وليدل، چې وسوزېدل، سرايونو او مارکېټونو اور واخيست او د يوې مړۍ وچې ډوډۍ پيدا کېدو لپاره خلکو ډېر مشکلات تېر کړل.))
هغه په بلخ ولايت کې د کندوز د بېځايه شوو لپاره له شته اسانتياوو مننه وکړه؛ خو له دولت څخه يې د کندوز د حالت د سمونې هيله کوله.
عزيزالله وويل چې دوی خپلو کورونو ته په اندېښنه کې دي چې په کوم حال کې به وي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP