Language

د پکتیا خلکو د ولسمشر کړنې وستایلې او ملاتړ یې ترې څرګند کړ

ګردېز (پژواک، ٢٥ تله ٩٥): د پکتیا خلکو ولسمشر اشرف غني په اقتصادي، سیاسي او د سولې په برخو کې د هغه د ښو کړنو له امله وستایه او ملاتړ یې ترې څرګند کړ.

په دې غونډه کې چې نن په مرکز ګردېز کې جوړه شوې وه، د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او عامو خلکو برخه اخيستې وه.

په غونډه کې د ولسمشر د تېرو دوو کلونو لاسته راوړنې و ارزول شوې او په دې برخه کې چمتو شوې مقالې هم ولوستل شوې.

د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري وويل، خلک د ولسمشر له سياسي، اقتصادي او د سولې په برخو کې له لاسته راوړنو خوښ دي او ملاتړ يې کوي.

هغه زياته کړه: ((له دې غونډې څخه هدف دا دی چې هېوادوالو او نړيوالو ته وښيو، چې ټول د يوه حکومت تر چتر لاندې کار کوو، له خپل ولسمشر څخه راضي يو او په هره برخه کې ورسره همکاريو ته چمتو يو.))

د ده په وينا، ځيني کسان پر ولسمشر نيوکې کوي چې د حکومتولۍ په چارو کې پاتې راغلى، خو داسې نه ده؛ اشرف غني ډېرې لاسته راوړنې لري.

په پکتيا کې د سولې ولايتي کمېټې مشر مولوي خالقداد وويل، په تېرو څو کلونو کې د سولې په برخه کې د ولسمشر لاسته راوړنې د قدر وړ دي.

نوموړی وايي، له حزب اسلامي سره سوله وشوه او څو نورو وسله والو ډلو هم د سولې لپاره چمتووالى ښودلى دى.

هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل چې کومو نورو ډلو د سولې لپاره چمتووالى ښودلى دى.

دغه راز د مدني ټولنې غړي سيد الرحمن نيازي د ولسمشر د اقتصادي پرمختګونو په اړه وويل: ((موږ له داسې ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ لارې لرلې چې د سياسي فشار په توګه به يې زمونږ پرمخ بندولې، خو ولسمشر د دې لارو بديل پيدا کړ او له دې جنجاله يې خلاص کړو.))

ده زياته کړه، د ولسمشر غني د حکومت په دوره کې تر اوسه له چين څخه د اورګاډي پټلۍ، د چابهار بندر، د ټاپي پروژه او لسګونه نور د لويو او وړو پروژو د جوړونې چارې پيل شوې دي.

د غونډې ځينو نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې.

login or register a new account.