خوست ښار (پژواک، ٢٨ تله ٩٥): د خوست ولايتي چارواکي وايي چې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په دغه ولايت کې خپل دفتر د ناڅرګندو دلايلو پربنسټ وتاړه.
د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو چارو رياست نږدې يوه اوونۍ مخکې تړل شوی او مامورين يې د پکتيا د بهرنيو چارو په رياست کې پر دندو ګومارل شوي دي.
نوموړي وويل چې ددې رياست د تړل کېدو په اړه د بهرنيو چارو وزارت کوم ښکاره دلايل نه دي ورته وړاندې کړي، خو ولايتي ادارې يې د يوه مکتوب له لارې د بيا پرانېستلو غوښتنه کړې ده.
ځدراڼ زياته کړه چې په بهرنيو هېوادونو کې د خوست د مسافرينو شمېر ته په کتو او همدارنګه د خوست – غلام ترانزيټي لارې په پرانېستلو سره په دې ولايت کې د بهرنيو چارو وزارت څانګه ډېره اړينه ده.
ژورنالېست نثارالله احسان پر ترانزيټي لارې سربېره د خوست هوايي ډګر په تکميلېدو سره د ياد وزارت نماينده ګي اړينه وبلله، چې د مسافرو د ستونزو په هواري کې نېغ په نېغ ښکېل دفتر يادېږي.
د خوست يو مدني فعال سلطان افغان له پژواک اژانس سره په خبرو کې د بهرنيو چارو د وزارت پر ياد ګام اندېښه وښوده او دا يې د خوست له خلکو سره جفا وبلله.
ده له دولت څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې د بهرنيو چارو د نماينده ګۍ پر بيا پرانېستلو غور وکړي، کنه ښايي د خلکو له توند غبرګون سره مخ شي.
په خوست کې د بهرنيو چارو وزارت ياد دفتر د ۲۰۱۳ ميلادي کال د ډسمبر په مياشت کې پرانېستل شوی و، چې د مسافرينو د ستونزو د هواري ترڅنګ د ديپلوماتېکو اړيکو د پياوړتيا لپاره هم د اهميت په سترګه ورته کتل کېدل.
login or register a new account.