ګردېز (پژواک، ٢ لړم ٩٥): په پکتيا کې ۳۵ قابله ګانې له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغې شوې چې ورسره به په ولسواليو کې د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه شي.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډه ته د پکتيا د عامې روغتيا ریيس ډاکټر شېرمحمد نقشبندي وويل چې دغه ٣٥ قابلې د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو اوسېدونکې دي چې په دوو کلونو کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې دي.
نوموړی وايي، دغه قابله ګانې د افغانستان روزنيز او پرمختيايي مرکز په مالي مرسته د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ روزل شوي دي.
د هغې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې پر هرې قابلې نهه زره امريکايي ډالره لګښت شوى دى.
ده وويل چې دغه روغتيايي کارکوونکې به له دې وروسته په بېلابېلو ولسواليو کې پر دندو وګومارل شي چې له مخې به يې د مور او ماشوم د مړينې کچه هم را ټيټه شي.
په دې مراسمو کې د پکتيا پوهنتون استادې نازدانه پکتياوال وويل چې د دغه شمېر قابله ګانو فارغېدل د خوښي خبره ده خو د دغه ولايت لپاره دغه کسان بسنه نه کوي نور هم بايد و روزل شي.
هغې دا هم وويل چې اوسمهال په ټوله پکتيا کې يواځې پنځه مسلکي ډاکټرانې شته چې دغه ډاکټرانې نه شي کولاى د ټولو ښځو ستونزې هوارې کړي.
يوې نوې فارغې شوې قابلې عاطفې افسون پژواک ته وويل: ((موږ د دوو کلونو په موده کې له خپلو ښوونکو څخه ډېر څه زده کړل او موږ دې ته حاضرې يو چې په لرو پرتو سيمو کې مېرمنو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړو خو له چارواکو مو غوښتنه دا ده چې موږ ته مناسب شرايط اماده کړي.))
د يادولو ده، په تېرو اوو کلونو کې په پکتيا کې څو ځله ورته قابلې فارغې شوي دي خو ځينې ېې په دنده باندې ګمارل شوې او ځېنې ېې د ناسمو شرايطو له امله په کور ناستې دي.
login or register a new account.