ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې

خوست کې د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
24 Oct 2016 - 16:23
خوست کې د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
24 Oct 2016 - 16:23

خوست ښار (پژواک، ٣ لړم ٩٥): د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د يوه کانال، استنادي دېوال او يوې بلې پروژې جوړولو چارې پيل شوې چې په بشپړېدو سره به يې تر ۴زره جريبه ډېره ځمکه خړوبه شي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د لړم په ٣مه د يادو پروژو د جوړېدو چارو د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل، پر دواړو پروژو ۲۲ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت يې ورکوي.

نوموړى وايي، کانال ۲۶ متره او تر څنګ يې جوړېدونکي استنادي دېوال ۲۲۰ متره اوږدوالی لري چې پر جوړېدو سره به يې تر ۴ زره جريبه ډېره ځمکه خړوبه کړای شي.

والي حبيبي زياته کړه، د استنادي دېوال يوه بله پروژه په اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې جوړېږي چې ۳۳۰ متره اوږدوالی به ولري او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه به د سېلابونو له خطره وژغوري.

هغه وويل: ((د نادرشاه کوټ په ولسوالی کې د سربند، کانال او د استنادي ديوال پروژه ده، چې ټول لګښت يې ۱۱.۴ ميليونه افغانۍ دی او همدارنګه په مندوزيو ولسوالی کې استنادي ديوال جوړيږي، چې په هغې باندې ۱۰.۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.))

والي همدارنګه زياته کړه، د مرکزي ادارې او مرستندويه ادارو په همکارۍ به پوره هلې ځلې وکړي چې د کرنې او مالدارۍ د ودې او پراختيا په موخه د کروند ګرو او مالدارانو لپاره اړينې اسانتياوې برابرې کړي.

حبيبي وايي: ((کرنه او مالداري د اقتصاد بنسټ تشکيلوي. اړينه ده، چې د نورو پرمختيايي پروژو ترڅنګ دې برخې ته هم پوره پاملرنه وشيي. موږ د کرنې د ودې او پراختيا په برخه کې خپلې کړنې نه دريغوو او پوره هڅې به وکړو، چې اسانتياوې رامنځته کړو.))

په همدې حال کې د سيمې يو سپين ږيري عمرګل پژواک اژانس ته وويل، اوبه او ځمکه ډېره لري خو له دې امله ترې سيمه ګټه نه شي اخيستلی چې سربند يې په بنسټيز ډول نه دی جوړ شوی.

هغه زياته کړه چې د کانال په جوړېدو سره به له يوې خوا  هر وخت د سربند د تړلو له ستونزې په امن شي او هم به د کرنيزو محصولاتو کچه لوړه شي.

عمرګل وايي: ((هر وخت اوبه نه وي؛ ځکه سربند سيلاب وړي.کله چې سربند د سيلاب اوبه يوسي، بيا يې په تراکتور جوړوو. له دې وروسته به د اوبو ستونزه هواره شي)).

په ورته وخت کې د خوست د نشه يي توکو پرضد د مبارزې رياست مسوولين وايي چې د يادو پروژو د ښه پلې کولو په خاطر به ترې په وخت څارنه وکړي.

دوی دغه راز زياته کړه چې په نږدې راتلونکې کې به د اړونده وزارت له لوري د کرنې او مالداری په برخه کې ځينې نورې پرمختايي پروژې هم پلې شي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.