Language

د غزني چارواکي: د سلطان عملياتو کې سلګونه طالبان او لسګونه سرتېري وژل شوي

غزني ښار (پژواک،٣لړم٩٥): د غزني چارواکي وايي چې د سلطان عملياتو په لړ کې ٣٧٠ طالبان او ٣٦ امنيتي سرتېري وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

امنيتي ځواکونو شاوخوا يوه مياشت وړاندې په ګيرو او ده يک ولسواليو کې د سطان په نوم عمليات پيل کړل.

د غزني والي عبدالکريم متين د لړم په درېيمه د خبري غونډې پرمهال وويل چې دغه عمليات تېره شپه پاى ته ورسېدل.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې ٣٧٠ طالبان او ٣٦ امنيتي سرتېري وژل شوي، ١٦٨طالبان او ٦٤ امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

د ده په وينا، د عملياتو پرمهال ځينو ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات ورنه کړل.

په دې غونډه کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان جنرال محمد شريف يفتلي وويل، وسله والو طالبانو پلان درلود چې غزني ښار ته سقوط ورکړي، خو په خپل پلان کې بريالي نه شول.

ده زياته کړه، د يادو عملياتو پرمهال د وسله والو طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د هغه په خبره، په غزني کې د امنيت د ټينګښت په موخه يې په ځينو سيمو کې پوستې جوړې کړې دي.

دغه راز  په دې غونډه کې د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل وويل چې د پخوا په پرتله په دې ولايت کې امنيتي حالت د ډاډ وړ دى.

خو نوموړي ټينګار وکړ چې په غزني کې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد د ځواکونو شمېره پوره شي.

دى وايي: ((تل مې دا ويلي چې زما تشکيل بايد پوره شي، څو ورځې وړاندې يې هم را نه سل کسان ګرځولي دي.))

خو امرخېل وويل، وسله وال طالبان په دې ولايت کې خپلې موخې ته نه شي رسېدلى، يواځې مرګ ژوبله به ويني او بس.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.