Language

“طالبان لا هم د کندوز ښار څنډو کې فعاليت کوي”

کندوز (پژواک،٣ لړم ٩٥): د کندوز ولايتي شورا د کندوز ښار شاوخوا کې د طالبانو له شتون څخه اندېښنه وښوده؛ خو ددې ولايت امنيتي چارواکي د کندوز له بشپړې تصفيې څخه خبر ورکوي.

طالبانو د تلې په ١٢مه د کندوز ښار ځينې برخې ونيولې او امنيتي ځواکونو له يوې اونۍ وروسته د ښار ځينې سيمې له طالبانو څخه پاکې کړي.

د کندوز ولايتى شورا مشر محمد يوسف ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان لاهم د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې فزيکى شتون لري چې دا موضوع د خلکو لپاره د اندېښنې وړ ده.

 نوموړي زياته کړه :" د کندوز اوسنى وضعيت، د کندوز خلکو استازو لپاره د قناعت وړ نه دى؛ ستونزې زياتې دي، خلک له موجوده وضعيت څخه په وېره کې دي، د کندوز امنيت خراب دى، د شپې پرمهال جګړه کېږي او وضعيت په بشپړ ډول ناسم دى."

د کندوز ولايتي شورا مشر له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د کندوز وضعيت ته دې جدي پاملرنه وکړي؛ که داسې ونه شي نو شرايط به لا پسې خراب شي.

د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي وويل چې طالبان د کندوز ښار شاوخوا سيمو کې فعاليت لري چې دې وضعيت د کندوز خلک اندېښمن کړي دي.

ولى زياته کړه :" کندوز کې د حکومت شتون، په بشپړه توګه کمزورى دى او ان د کندوز ښار لپاره يو امنيتي کمربند هم نه لري، د کرنۍ رياست کندوز ښار ته څېرمه موقعيت لري او د کرنې رياست شا ته طالبان ښکاره تګ راتګ کوي."

خو د کندوز امنيت امر سمونوال محمد معصوم هاشمي وويل چې دا مهال امنيتي ځواکونه په چاڼ شوو سيمو کې د خپلو سنګرونو پر ټينګښت او نوو پوستو په جوړولو بوخت دي او شپني عمليات هم روان دي.

هاشمي زياته کړه :" کندوز کې زموږ عمليات دوام لري، طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي او موږ غوڅ تصميم لرو چې دا ځل کندوز د طالبانو له شتون څخه پاک کړو."

login or register a new account.