ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د ډېری جنايي پېښو عاملین نا مسوول وسله وال دي

په تخار کې د ډېری جنايي پېښو عاملین نا مسوول وسله وال دي

author avatar
27 Oct 2016 - 11:16
په تخار کې د ډېری جنايي پېښو عاملین نا مسوول وسله وال دي
author avatar
27 Oct 2016 - 11:16

تالقان (پژواک، ٦ لړم ٩٥): د تخار امنيتي چارواکي وايي، په مرکز او ولسواليو کې سږ کال سلګونه جنايي پېښې رامنځته شوې چې ٤١ يې يواځې د وژنې دي.

د تخار د ولایتي شورا غړی وفي الله رحماني د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د پولیسو بې غوري د دې لامل شوې چې سږ کال په دغه ولايت کې د جنايي پېښو کچه لوړه شي.

هغه زياته کړه: ((د نا مسووله وسله والو په ډېرېدو سره دغه پېښې هم ډېرې شوې دي خو څوک يې مخه نه نيسي.))

رحماني وايي چې ګڼ شمېر پولیس د زورواکانو په خدمت کې دي، خیالي پولیس ډېر شوي او د نشه يي توکو په قاچاق کې هم لاس لري.

هغه په دې برخه کې کوم سند وړاندې نه کړ خو زياته يې کړه چې يواځې په تېرو دوو اونيو کې د نا مسوولو له خوا څلور کسان وژل شوي دي.

دغه راز د تالقانو اوسېدونکي شفیق الله پژواک ته وويل چې ښار کې څوک په ډاډه زړه تګ راتګ او کار نه شي کولی، اندېښنې ډېرې شوې دي.

دی وايي چې غلاوې، وژنې او تښتونې ډېرې شوې دي چې ورسره د تالقانو ښاریان اندېښمن دي.

نوموړی وايي: ((په رڼا ورځ خلک وژل کېږي، وسله وال په موټرسایکلو سپاره راځي په ښار کې دننه یو کس وژني او ځي، څوک یې پوښتنه نه کوي، دوه اونۍ وړاندې د ګاومالي د پولیسو پوستې مخې ته یو وسله وال یو پولیس چې پهره دار و، پر ډزو وواژه او ترې لاړ.))

دی وایي که پولیس مجرم ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري، د جنايي جرمونو کچه راټيټيږي، خو که مجرم ونیول شي او بېرته خوشی شي نو بيا به دا لړې روانه وي.

د تخار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په ورته وخت کې د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر پژواک ته ومنله چې سږ په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه لوړه شوې ده.

اسیر وايي چې په روان کال کې په مرکز او تالقانو کې په ټولیزه توګه ۳۰۴ جنايي پېښې رامنځته شوې دي چې ۴۱ یې د وژنې پېښې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.