ښرنه (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسواليو کې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ٤٣ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د پکتيکا امنيه قوماندان پاسوال خليل الله ضيايي د لړم په ١٢مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې افغان هوايي ځواکونو تېره ورځ ناوخته په وړممۍ او تروې ولسواليو کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٤٣ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي او د بريدونو پر مهال د طالبانو ځينې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
د قوماندان په وينا، له تېرې يوې اونۍ راهيسې په يادو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي چې په ترڅ يې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راز د پکتيکا د ولايتي شورا پخواني غړي عبدالغني پکتين پژواک ته وويل چې تېره ورځ د وړممۍ او ګومل ولسواليو تر منځ د هندي غره په سيمه کې هوايي بريدونه شوي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د طالبانو د دوو مهمو کسانو په ګډون لسګونه نور هم وژل شوي دي.
خو ده وويل که امنيتي ارګانونه وړممۍ او تروې ولسواليو د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه ونه کړي دغه ولسوالۍ به د نا امنۍ له سختو ننګونو سره مخ شي.
خو وسله وال طالبان بيا يادې څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په وړممۍ او تروې ولسواليو کې پرون يواځې د دوى پنځه کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
مجاهد وايي چې يادې دوه ولسوالۍ د طالبانو له لوري کلابندې شوې او سخته جګړه روانه ده.
د يادونې ده، شاوخوا يوه اونۍ وړاندې سلګونو وسله والو طالبانو پر وړممۍ ولسوالۍ بريد وکړ خو امنيتي ځواکونو د خلکو په همکارۍ د طالبانو دغه بريدونه پر شا وتمبول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP