مزارشريف (پژواک، ۱۲ لړم ۹۵): د بلخ مسوولين وايي، روان کال دغه ولايت ته د شمال زون له شاوخوا نا امنه ولايتونو څخه کابو څلور زره کورنۍ بېځايه شوې دي.
دغه څرګندونې د بلخ د کډوالو رييس عبدالصبور قادري د کورنيو بېځايه شوو په تړاو د دوه ورځني ورکشاپ په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل، يادې کورنۍ د شمال زون له فارياب، کندوز، بغلان، سرپل او تخار ولايتونو څخه بلخ ته بېځايه شوي او د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې اوسېږي.
د هغه په وينا، په وروستۍ يوه مياشت کې له فارياب او سرپل ولايتونو څخه ۵۰۰ کورنۍ بېځايه شوې، چې د مزارشريف ښار په شاوخوا کې مېشتې دي.
له فارياب څخه بېځايه شوې مېرمن ګل خانم پژواک ته وويل، يوه مياشت يې کېږي چې د فارياب له قيصار ولسوالۍ څخه له خپلې کورنۍ سره مزارشريف ته کډه شوي دي او د ښار په مهاجر کمپ کې په خېمو کې ژوند کوي.
هغه زياتوي: ((د ژمي په را رسېدو د خپلو ماشومانو ساتنې ته په اندېښنه کې يم، دولت راسره د خوراک لپاره يو څه مرسته کړې، خو ژوند مو لا هم تريخ دی.))
د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت د بېځايه شوو عمومي رييس مهريار صبار چې په ياد ورکشاپ کې يې برخه اخيستې وه، رسنيو سره په خبرو کې وويل، په وروستي کال کې په هېواد کې ۹۰زره کورنۍ چې زياتره يې له ننګرهار، کندوز، هلمند او فارياب ولايتونو څخه دي، بېلابېلو ولايتونو ته بېځايه شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP