ګردېز (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): د پکتیا په ځینو سيمو کې د ۴۹ ميلیونه افغانیو په لګښت ۵۲ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د لړم په ١٣مه د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهى وويل چې دغه پروژې په مرکز ګردېز، سیدکرم، احمد ابا او زرمت ولسوالیو کې پلې شوي دي.
هغه وايي چې په دې پروژو کې د سربندونو او د باراني اوبو د زېرمه کولو جوړول شامل دي.
د سهي په وينا، د دې پروژو په بشپړولو کې ٢٥ سلنه د سيمې خلکو ونډه اخيستې او پاتې نور لګښت يې د يوې بهرنۍ موسسې له خوا ورکړل شوی دی.
هغه وويل چې دغه پروژې د يو کال په موده کې بشپړې شوې چې ٤٩ ميليونه افغانۍ پرې لګول شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو سربندونو په جوړېدو سره به په يادو سيمو کې ١١ سوه جريبه ځمکه خړوبه شي.
خلکو هم د يادو پروژو پر جوړېدو خوښې وښوده.
د احمدابا ولسوالۍ د کامران خېلو سيمې اوسېدونکي ګلاب خان پژواک ته وويل چې پخوا یې باراني اوبو کرنيزې ځمکې ويجاړولې خو تر دې وروسته به دوی له باراني اوبو څخه د ځمکو په خړوبولو کې ګټه پورته کوي.
نوموړی وايي، په پکتيا کې د کرنې برخې ته اړينه پاملرنه نه ده شوې او له حکومته يې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
login or register a new account.