Language

امو سيند د شمال د پنځو ولايتونو ۲۰۰ زره جريبه ځمکه له منځه وړې

مزارشريف (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې د امو سيند پورې غاړې هېوادونو د تحکيماتو له امله د شمال د پنځو ولايتونو دوه سوه جريبه ځمکه اوبو وړې ده.

دغه څرګندونې د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال فهيم الله ضيايي د لړم په ١٥مه د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې خبريالانو ته وکړې.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل چې د برېښنا وزارت ياد پلاوي له امو سيند څخه د اوښتو زيانونو د څېړنو په موخه مزارشريف ته راغلى دى.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال فهيم الله ضيايي د بلخ ولايت له چارواکو سره تر يوې غونډې وروسته خبريالانو ته وويل چې د امو سيند پورې غاړې هېوادونو له خوا د تحکيماتو له امله د افغانستان د شمال په پنځو ولايتونو کې دوه سوه زره جريبه ځمکه له منځه تللې ده.

که څه هم هغه د کوم هېواد نوم وانه خيست، خو له امو سيند څخه پورې غاړې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي.

ضيايي وايي چې د ګاونډيو هېوادونو له خوا د امو سيند پر غاړه د تحکيماتو له امله نه يواځې سلګونه زره جريبه ځمکې خرابې شوې، بلکې په يادو ولايتونو کې ډېرى سرحدي نښې هم له منځه تللې دي.

د اوبو او برېښنا وزارت د مرستيال په وينا، که څه هم د افغانستان حکومت په تېره يوه لسيزه کې په دې برخه کې ځيني کارونه کړي، خو دا چې د سيند پورې غاړې ته کارونه اوس هم روان دي، نو د افغان حکومت کړنو ځاى نه دى نيولى.

دى وايي، که چېرې د افغانستان لوري ته هم د سيند پر غاړه تحکيمات جوړ شوي واى، نو دومره زيات زيانونه نه اوښتل.

خو ضيايي زياته کړه چې په خپله ولسمشر اشرف غني او د برېښنا وزارت په دې برخه کې جدي کار پيل کړى، څو د نورو زيانونو مخه ونيول شي.

د هغه په وينا، په دې برخه کې د شمال په پنځو ولايتونو کې له سمنګان څخه نيولې تر فاريابه پورې د ٢٠٠ ميليونه ډالرو په لګښت د اوبو او برېښنا پنځه بندونه جوړېـږي.

د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال فهيم الله ضيايي وويل چې له دغو بندونو ‌څخه به برېښنا توليد، لسګونه زره کرنيزې ځمکې خړوبې او د امو سيند پر غاړه د ځمکو د له منځه تللو مخه به ونيول شي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وايي چې د امو سيند له اوبو څخه د دغه ولايت شورتېپه او کلدار ولسوالۍ ډېرې زيانمنې شوې دي.

login or register a new account.