خوست ښار (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې په خوست ولايت کې ولسي پوليسو په کار پيل وکړ.
هغوی زیاتوي چې د دغه پروګرام په ترڅ کې به ولسي خلک د يوه منظم چوکاټ له مخې له امنيتي منسوبينو سره د امنيت په ټينګښت او د ستونزو په هواري کې مرسته کوي.
د کورنيو چارو وزارت د ولسي پوليسو پروګرام مسوول مل پاسوال همايون عيني وايي چې د حکومتدارۍ په پياوړتيا او د دولت او خلکو تر منځ د فاصلې په راکمولو کې هم مهم رول لوبولی شي.
نوموړي د لړم په ١٥مه په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، ولسي پوليس مسووليت لري چې د ورانکارو فعاليتونو په مخنيوي کې په خپله مرسته کوي او هم به هڅه کوي چې په دې برخه کې د نورو خلکو مرسته راجلب کړي.
هغه زياته کړه ((کورنيو چارو وزارت پلان لري، چې هر کلي ته د پوليسو ګرڅنده ټيمونه د والي تر نظارت لاندې لاړ شي، د خلکو ستونزې واوري او له ولايتي ادارې او له نورو چارواکو سره په ګډه ورته د حل لار ولټوي.))
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت غونډې ته وويل چې د ولسي پوليسو په رامنځته کېدو سره به د جرمونو په مخنيوي او د ولس او حکومت تر منځ په نږدې والي کې مثبت رول ولري.
عيني وايي: ((د جرمونو په ټيټوالي کې به زيات رول ولري؛ ځکه چې د خلکو او پوليسو تر منځ به نږدې اړيکې وي او په همدې اساس به د جرمونو مخنيوی او د جرمونو کشف پوليسو ته ډېر اسان وي.))
په همدې حال کې عام خلک هم د ولسي پوليسو جوړېدو ته خوښ دي او وايي چې په دې سره به د خلکو ډېرې ستونزې او مشکلات حل شي.
يو مدني فعال سفيرمحمد وايي: ((خلکو د نورو عامو پوليسو په پرتله ولسي پوليسو سره خپلې ستونزې مخامخ شريکولی شي او د دې تر څنګ د امنيتي ځواکونو ستونزې هم ورسره يو څه کمېدای شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن