ګردېز (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې يو شمېر زورواکو ځيني ترافيک پوليس ډبولي او سپکې سپورې يې هم ورته کړې دي.
د دغو ترافيک پولیسو له ډلې عزت الله د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ د موټرو تورې شيشې پاکولې او کانټينري موټر مو نيول، د تورو شيشو يو فيلډر موټر مو ونيو، ډرېور يې ويل چې دا د ضياوالدين دی، موږ ورته وويل چې ضياوالدين ته زنګ ووهه.))
هغه وايي چې لږ وروسته ضياالدين له وسله والو کسانو راغی او ټول ترافيکان يې ووهل او سپکې سپورې یې هم ورته وویلې.
ده وويل چې د وهلو پر مهال يې تومانچې، خولۍ او نور وسايل هم ورک شوي دي.
ده خبرداری ورکړ که يې پوښتنه ونه شي کاري اعتصاب به وکړي.
يو بل وهل شوي ترافيک دويم څارن جعفر پژواک ته وويل چې د قوماندان ضياالدين له لوري وهل شوي دي.
نوموړی وايي ترافيک ټوله ورځ په ښار کې د ښاريانو لپاره خدمت کوي خو که دا ډول چلند ورسره کېږي نو دوى خپلې دندې پرېږدي.
ضياالدين په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
ضياالدين په پکتيا کې د جمعيت ګوند مشر او پخوانى جهادي قوماندان دى.
بل لور ته د پکـتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځـدراڼ هم پېښه تاييدوي.
هغه وويل چې پېښه څـېـړي او له عاملينو سره به يې قانوني چلند وکړي.
ځدراڼ وويل: ((د ضياوالدين د کورنۍ فيلډر و، د تورو شيشو په سپينولو يې جنجال سره راغلی او په چوک کې يې ډزې کړې دي خو موږ به په دې اړه قانوني چلند کوو او عاملين به يې څارنوالۍ ته معرفي کړو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن