مزارشريف (پژواک، ۲۷ لړم ۹۵): په بلخ ولايت کې ۵۴ سلنه ماشومان د کورنيو اقتصادي ستونزو له امله سخت کارونه کوي.
د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د افغانستان د ماشوم بنسټ له خوا د ماشوم نړيواله ورځ د دوه سوه ماشومانو په ګډون د يوې غونډې په ترسره کولو ونمانځل شوه.
د ياد بنسټ مسوولې مېرمن مريم کريمي د دغې نمانځنې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بلخ ولايت کې د غريبو کورنيو د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ دی.
نوموړې زياته کړه، ماشومان د خپلې کورنۍ د غربت له امله، نه يواځې دا چې سختو کارونو تر سره کېدو ته اړ کېږي، بلکې راتلونکی يې هم په نامعلوم لوري روان وي.
هغې د خپل دفتر د وروستيو معلوماتو پر بنسټ وويل، په بلخ ولايت کې ۵۴ سلنه ماشومان د غربت له امله د سختو کارونو په ترسره کېدو يو څو افغانۍ تر لاسه کوي.
د مېرمن کريمي په وينا، په همدې ماشومانو کې يې ۲۰ سلنه په بشپړه توګه له زده کړو پاتې دي.
نوموړې زياته کړه، د دوی بنسټ د همداسې ماشومانو د روزنې او تربيې په برخه کې کار کوي.
محمد اصف د مزارشريف ښار په منډوي کې لاسي کراچۍ چلوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ درې نورو غړو ته روزي پيدا کوي.
نوموړي چې په دغې نمانځنه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل، نن ورځ يې په خوښۍ تېره کړه.
هغه وايي، د ياد مرکز له خوا ورته نيمه ورځ د زده کړو زمينه برابره شوې او له تېرو دوو کلونو راهيسې مکتب ته ځي.
د افغانستان د ماشوم بنسټ مسوولې مېرمن کريمي وويل، دمګړۍ له دوی سره ۱۶۰ ماشومان په ياد بنسټ کې پالل کېږي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP