پل علم (پژواک، ٢٨ لړم ٩٥): د لوګر مسوولين وايي، د دې ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو په نښته کې ١٧ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د والي وياند سليم صالح، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه، هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې امنيتي ځواکونه د يوې هليکوپترې چې بېړنۍ ناسته يې کړې وه، د لېږد لپاره د بره کي برک د شاه مزار سيمې ته روان وو.
د ملي پوليسو اړوند دې الوتکې، درې ورځې وړاندې په ياده شوې سيمه کې بېړنۍ ناسته کړې وه.
صالح وايي، په دې نښته کې ٧ وسله وال مخالفين وژل شوي او لس تنه نور ژوبل دي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى.
ده زياته کړه، له نښتې وروسته هليکوپتر د امنيتي ځواکونو له خوا ولېږدول شوه.
د شاه مزار کلي اوسېدونکي ضياءالدين، پژواک ته وويل چې له درې ورځو راهيسې د دې کلي ټولې سيمې د امنيتي ځواکونو په کلابندۍ کې وې او د خلکو کورونه يې هم تالاشي کړل.
د هغه په خبره، په دې نښته کې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د يادو تلفاتو د رد ترڅنګ وايي، په دې نښته کې يې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
بره کي برک د لوګر د پل علم ښار په شل کيلومترۍ کې موقعيت لري او د دې ولايت له ناامنو ولسواليو څخه ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP