غزني (پژواک، ٢٨ لړم ٩٥): د غزني مسوولين وايي، په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو په نښته کې ١٢ طالبان او ٧ پوليس وژل شوي دي.
د غزني امنيه قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ د ډبلو او ميرازار د سيمو پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي وو.
ده زياته کړه، وسله وال د ملي اردو په دريشيو کې سيمې ته دننه شوي وو، چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته وشوه.
د هغه په وينا، په دې نښته کې ١٢ طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، دغه راز د نظم عامې څلور پوليس هم وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
امرخېل وايي، د وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې وو او د دې ترڅنګ يوه زياته اندازه وسله هم د هغوى لاسته ورغلې ده.
خو د غزني د ولايتي روغتون يوه ډاکټر له نوم ښودلو پرته وويل، چې دوى ته له يادې سيمې څخه د پوليس ٧ جسدونه او شپږ ټپي پوليس ور وړل شوي، چې د دوو تنو روغتيايي حالت نازک دى.
د اندړو د ډبلو د سيمې يوه اوسېدونکي محمد اکرم، پژواک ته وويل، بېګا شپه ناوخته د دوى په سيمه کې درنه نښته پيل شوه، چې تر سهاره يې دوام وکړ چې په ترڅ کې يې د دوو درونو چاودنو غږونه هم اورېدلي دي.
دى زياتوي: "سهار سيمه کې پوليس وو، څوک يې نه پرېښودل، خو امبولاسونه زيات وو."
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د دې بريدونو په پايله کې يې د ميرازار سيمه کې يو کنډک او په ډبلو سيمه کې يوه امنيتي پوسته نيولې او په ترڅ کې يې ٢٣ عسکر وژلي دي.
login or register a new account.