Language

غزني کې يو څارنوال په ټېليفون له يو تن څخه بډې غواړي

غزني (پژواک، ٣٠ لړم ٩٥): پژواک ته رسېدلې ټېليفوني خبرو کې په غزني کې يو څارنوال له يوه تن څخه ١٥٠زره پاکستانۍ کلدارې بډې غواړي.

په دې ټېليفوني اړيکه کې د غزني په څارنوالۍ کې د شهري څانګې مشر څارنوال سرور د عبدالله په نوم له يوه تن څخه د يادو پيسو غوښتنه کوي او ورته وايي، که وريې کړي، نو دوسيه به يې ختمه او له بنده به وژغورل شي.

ياد شوى کس عبدالله د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى دى او اوسمهال په پوليسو کې دنده ترسره کوي. په ده باندې د شېراحمد په نوم يو تن دعوا کړې، چې ګواکې د هغه مېرمن يې تښتولې ده.

په دې ټېليفوني اړيکه کې تورن عبدالله ياد شوي څارنوال ته وايي: "تا راته وویل چې پیسې ورکړه، نور کار خلاص ده، خو شېراحمد بیا ماته ونه وايي چې ماته ۸ لکه راکړه."

خو څارنوال ورته وايي: "نه نه! بس دغه یونیم لک روپۍ ورکړه، نور يې غم مه کوه، هسې ځان ترې خلاص کړه، دا پیسې ورکړه، نور دې دوسیه زه بندوم او له بنده دې خلاصوم، نور هېڅ نه شي کولی، ځکه هغه کس هېڅ ثبوت نه لري چې بیا عریضه درباندې وکړي."

له دې ټېليفوني اړيکو برېښي چې له څارنوال سره شېراحمد نومى تن هم تړلى دى.

د غزني د څارنوالۍ ريیس نیازمحمد نېک یاد، پژواک اژانس ته د يادې ټېليفوني اړيکې په اړه وويل: "موږ ته تراوسه رسمي شکایت نه دى شوی، خو بیا هم دغه پېښه څېړم چې څومره حقیقت لري، وروسته به معلومه شي."

خو ده زياته کړه، په ټوليز ډول په هېواد او له دې جملې غزني کې ډېرى څارنوالان په ادارې فساد تورن دي، خو ځينې ادارې يې ملاتړې دي او نه شي کولی دغه څارنوالان محبس ته واچوي.

نوموړي په دې اړه د کومې ادارې نوم وانه خیست.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د څارنوال سرور نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

login or register a new account.

Related Topics