Language

ښرنه (پژواک،١٠ ليندۍ ٩٥): د پکتيکا ولايت د دوو لويو قومونو، کاکړزيو او بانزيو تر منځ د غره د ملکيت پر سر ١٥ کلنه شخړه پای ته ورسېده.

دغه قومونه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې اوسېږي چې ډېرې سيمې يې غرونه لري او وخت ناوخت په کې د غرونو پر سر د قومونو تر منځ شخړې پيدا کېږي چې دواړو لورو ته بيا په کې مالي او ځاني زيانونه هم اوړي.

د اړوندې موضوع په اړه د ليندۍ ١٠مه د قومونو او سرحدونو چارو سرپرست وزير  عبدالغفور لېوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر محمداشرف غني د حکم پر بنسټ يې دغه ولايت ته سفر وکړ تر څو د کاکړزیو او بانزيو  قومونو تر منځ د غره پر سر راپورته شوې شخړه هواره کړي.

لېوال زياتوي چې د يادې ستونزې د حل په موخه دواړو قومونو يو هوکړه ليک لاسليک کړى چې له دې وروسته به د غره پر سر شخړه نه کوي.

هغه وايي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې يادو قومونو د غره د ملکيت پر سر شخړې او وسله والې نښتې کړې دي.

دغه حکومتي چارواکي پژواک ته وويل چې د دواړو قومونو ترمنځ اوسنى تفاهم  دايمي حل لاره نه ده ، خو هڅې روانې دي چې دغه موضوع د تل لپاره حل شي .

د ده په وينا، تر هغه چې دغې موضوع ته يوه دايمي حل لاره پيدا کيږي دواړو لوريو ژمنه وکړه جنګ او جګړې به نه کوي او کوم قوم چې په خپله ژمنه وفا ونه کړي نو هغه لورى به ملامت ګڼل کيږي او په اړه به يې پرېکړه کيږي .

د پکتيکا والي الياس وحدت هم وويل چې د دغه ولايت ډېری اوسيدونکي په دولتي ځمکو او ملي شتمنيو لکه ځنګلونو او غرونو شخړې کوي چې نور يې بايد ونه کړي.

هغه له قومونو څخه وغوښتل چې په خپلو کې دې سره يو موټې شي او په ملي شتمنيو کې دې له يو بل سره شخړې نه کوي او نه دې هم د خپلو ځنګلونو شنې ونې وهي.

د اړوندې موضوع په اړه د کاکړزيو د قوم مشر سناتور محمد حسن پژواک ته وويل، هوکړه يې کړې چې له دې وروسته به د غره پر سر د بانزيو له قوم سره شخړې نه کوي.

دغه راز د بانزيو د قوم مشر حاجي مير افضل هم پر شوې پرېکړې خوښي وښوده خو زياته يې کړه چې دا ستونزه دايمې حل غواړي.

ده وويل چې دوى د خروټو قوم ته دنده سپارل شوې تر څو دغه موضوع د تل لپاره په دغه ولايت کې حل کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.