ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کوچيان: دولت موږ ته پاملرنه نه ده کړې

کوچيان: دولت موږ ته پاملرنه نه ده کړې

author avatar
3 Dec 2016 - 18:09
کوچيان: دولت موږ ته پاملرنه نه ده کړې
author avatar
3 Dec 2016 - 18:09

خوست ښار (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): د خوست، پکتيا او لوګر ولايتونو کوچيان وايي، چې دولت ورته توجه نه ده کړې او هغوی په بېلابېلو برخو کې د کار غوښتنه کوي.

د ارقامو له مخې، يواځې په خوست ولايت کې څه باندې يو دېرش زره د کوچيانو کورنۍ حساب شوې دي، چې د دې ولايت پر مرکز سربېره يو شمېر ولسواليو کې مېشتې دي.

په مجموع کې د دې ولايت ټول کوچيان له دولت څخه ګيله من دي او وايي چې په تېرو دوولسو کلونو کې نه ورته چا کار کړی او نه يې هم چا پوښتنه کړې ده.

ددې ولايت د کوچيانو يو تن قومي مشر مومن کوچي د کوچيانو د ستونزو د څېړلو په اړه يوې غونډې ته وويل چې ددې ولايت او په ټوله کې د هېواد نور کوچيان د ژوند له لومړنيو اسانتياوو هم نه دي برخمن شوي.

هغه زياته  کړه: ((زما عمر ۴۰ کلونو ته رسيږي خو تراوسه د حکومت په همکارۍ نه يم پوهيدلی او که حکومت راسره همکاري وکړي، نو زه د دولت په ټولو کارونو کې چې زما په وس پوره وي ورسره همکاري کوم او همداسې نور کوچيان.))

له بلې خوا د کوچيانو د چارو لوی رييس دلاور فيضان يادې شوې غونډې ته وويل، چې د کوچيانوستونزې څېړي او د حل لپاره يې له  دولت سره شريکوي  چې په اړه يې د ملي يووالي د حکومت ژمنه هم ترلاسه کړې ده.

ده زياته کړه : ((که چېرې افغان دولت کوچيانو سره پوره همکاري وکړي، نو د افغانستان په اقتصاد کې به په ميلياردونو ډالر زياتوالی راشي او انشاالله زه ددې لپاره کار کوم، چې ترڅو پورې افغان دولت، ولس او کوچيان لاسونه سره وکړي.))

په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبيبي په ياده شوې غونډه کې د کوچيانو له قومي مشرانو وغوښتل چې خپلو اولادونو باندې زده کړې وکړي او د ستونز د حل لپاره له خپل دولت سره په ګډه کار وکړي.

دى وايي : ((زه ځان ژمن ګڼم او دا مې مسووليت دی، چې د معارف، صحت، زراعت او د کليو د پراختيا په برخو کې او همداسې د نورو سکتوري موضوعاتو په برخه کې ستاسې حقونو ته درناوی او هغو ته رسيده ګي وشي.))

همدارنګه دغې غونډې ته د کوچيانو يو شمېر نورو قومي مشرانو وويل چې  که دولت د نورو خلکو په څېر ورته پاملرنه ونه کړي، د نورو اسانتياوو ترڅنګ مالداري يې هم له لاسه وځي، چې بيا به دوی او دولت دواړه له ډېرو نورو ستونزو سره مخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.