غزني (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٥): د غزني والي وايي چې د دغه ولايت په يو شمېر ديني مدرسو کې وسله وال طالبان، ترهګر روزي خو طالبان بيا دغه څرګندونې نه مني.
د غزني والي عبدالکريم متين د ليندۍ په ١٤مه د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل، هغه سيمې چې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي، په مدرسو کې ترهګر روزل کېږي.
د هغه په وينا، ډېر وخت د جګړې پر مهال د طالبانو له ليکو داسې کسان نيول شوي چې د همدغو مدرسو زده کوونکي وو.
والي وايي چې طالبان د مدرسو او ښوونځيو له زده کوونکو د جګړې په ليکو کې کار اخلي چې دا له ماشومانو ناوړه ګټه اخيستنه ده.
ده زياته کړه: ((په زیات تاسف سره له پوهنې او مدارسو نه ناوړه ګټه اخیستل کېږې چې دا د دښمن وروستی تاکتيک دى.))
د متين په خبره چې ډېري وخت د همدغو زده کوونکو له لوري امنيتي ځواکونه په نښه شوي او وژل شوي دي.
والي وايي، هڅې يې روانې کړې دي تر څو د دې ستونزې مخه ونيسي خو خلک بايد ورسره همکاري وکړي.
دغه راز د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد هم د والي څرګندونې تاييدوي، خو وايي په هغو مدرسو کې دې کسانو ته ترهګريزې زده کړې ورکول کېږي چې له دوى سره ثبت نه دي.
هغه زياته کړه: ((دا مدرسې د خلکو له لوري دي، معاش هم خلک ورکوي خو زياتره وخت په کې طالبان روزل کېږي.))
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري پژواک ته وويل چې د غزني په ځينو مدرسو کې وسله وال طالبان، د دولت ضد کسان روزي.
هغه زياته کړه: ((دغه کار د غزني د امنيت لپاره ستر ګواښ دى، حکومت يې بايد مخه ونيسي.))
اکبري وايي، باید ټولې هغه مدرسې و ارزول شي چې په غزني کې فعالیت کوي او دولت باید دغه ستونزه جدي وګڼي.
login or register a new account.