پل علم (پژواک، ٢٠ ليندۍ ٩٥): د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د لوبو او ورزش لوبغالى جوړ او ګټنې اخيستنې ته وسپارل شو.
نن (د لیندۍ ۲۰مه) په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيره سلامت عظيمي، د لوګر والي محمد حليم فدايي، د ملي اولمپيک کمېټۍ استازو، ځايي چارواکو، وکيلانو او لوبغاړو برخه اخيستې ده.
د دغه لوبغالي د پرانيستلو د مراسمو په څنډه کې د لوګر والي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دې پروژې ٦٥٠زره امريکايي ډالر لګښت راغلى چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا ورکړل شوى دى.
هغه زياته کړه چې دغه سټډيوم په اته جريبه ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى چې په کې د لوبو تر څنګ د درې زره او ٢٣٨ نندارچیانو کېناستو ځاى هم لري.
نوموړي وويل چې په دغه لوبغالي کې د لوبغاړو او مسوولينو د اوسېدنې لپاره دوه پوړيزه ودانۍ هم جوړه شوې چې ١٢ خونې او نور ملحقات لري.
فدايي وايي چې په دغه لوبغالي کې فوټبال، واليبال، باسکټبال او د ځغاستې سيالۍ ترسره کېداى شي.
د لوګر والي زياته کړه چې د دغه لوبغالي جوړېدو سره به د لوګر د يادو لوبو د لوبغاړو ستونزې هوارې شي.
هغه د لوګر خلکو ته زيرى ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د کرکټ د يوه عصري لوبغالي د جوړولو چارې هم پيل شي.
فدايي زياته کړه: ((کله چې موږ پر علم ، جسم او کسب توجه وکړو، نو هېواد پرمختګ کوي.))
د نشه يي توکي پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي وويل چې په لوګر ولايت کې د نشه يي توکو د کرکيلې کچه صفر ده؛ نو ځکه وزارت هر کال دغه ولايت ته يو ميليون ډالر ورکوي.
هغې زياته کړه چې د ولايت مسوولين یادې پيسې په سمه توګه لګوي چې ښه بېلګه يې د ورزشي لوبغالي جوړېدل دي.
د عبيدالله په نوم د دغه ولايت د فوټبال يوه لوبغاړي پژواک اژانس ته وويل چې دوى پخوا په خاورو او دښتو کې لوبې کولې چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP