Language

تخار کې د ۷۰ کیلومتره په واټن سړک رغول کېږي

تالقان (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۵) د تخار سیمه ییزې ادارې د ولسوالیو د ښاروالۍ ګانو په مرسته د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو ترانسپورټي لارې د بیارغولو چارې پیل کړې دي.

د دغه ولایت والي محمد یاسین ضیا د لیندۍ په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کوکچې د پورې غاړه خواجه غار، دشت کلا، ینګي کلا، خواجه بهاالدین رستاق او چاه اب ولسوالیو تر منځ د غځلي سړک د بیارغولو چارې یې پر سیمه ییزو امکاناتو پیل کړې دي.

ضیا وايي چې دمګړۍ پر دغه سړک جغل اچول کېږي چې ګاډي پرې په اسانۍ تګ راتګ وکړای شي.

والي وویل: ((په روان ژمي کې د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د سړک خرابوالي له کبله له سختې ستونزو سره مخ وو. د ولسوالیو له ښاروالۍ ګانو، سیمه ییزو شوراګانو او د سیمې له اوسېدونکو سره مو په پنځو برخو کې کار پيل کړ، ان په ځینو سیمو کې چې پوخ سړک ویجاړ شوی، بېرته ورباندې کرېړ اچول کېږی.))

نوموړی وايي، دی هڅه کوي چې ډېر ژر به په بنسټیزه توګه د دغه سړک جوړولو چارې هم پیل کړي.

اوس مهال د سیمې اوسېدونکي د دغه سړک له خرابوالي سر ټکوي او وايي چې ناروغان یې روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي او د توکو په بیو کې هم خورا بدلون راغلی دی.

د ینګي کلا- تالقانو په لار د سراچې موټر چلوونکی پاینده وايي، د سړک د خرابوالي له کبله دوی پنځه ساعته مزل کوي.

هغه پژواک ته وویل: ((سړک نشته روره، کندې دي او د اوبو ډنډونه دي، په ډېرو ځایونو کې سپرلي له موټره ښکته کوو، په ډېرو ځایونو کې سپرلي موټر له کندو او ډنډونو را وباسي، دوه ساعت لار په پنځو ساعتونو کې ځو، له سختو ستونزو سره مخ یو.))

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالقیوم وايي چې د سړک خرابوالي پر کرایې بده اغېزه کړې ده.

هغه هم پژواک ته وویل: ((کله موټر پیدا کېږي او کله هم نه؛ ځکه چې که واورې او باران شي بیا په ۷ سوه افغانۍ هم څوک بازار ته نه شي تلای؛ ځکه خټې وي، که موږ یو وارې تالقانو ته لاړ شو په هماغه ورځ بېرته نه شو راتلای، ناروغان خو مو ولایتي روغتون ته نه رسېږي.))

دی وايي چې دغه ستونزه یې پر اقتصاد هم ناوړه اغېزه کړې، تولیدات او محصولات یې مارکېټ نه رسېږي او له مارکېټ څخه ورته مالونه ګران پرېوځي.

د ولایتي شورا غړی انجنیر محمدقسیم وايي، لس کاله کېږي چې دغه سړک نه جوړېږي او په سلګونو زره اوسېدونکي ورسره له ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.