مزارشريف (پژواک، ۲۳ ليندۍ ۹۵): د شمال زون کوچيان وايي، حکومت له تېرې لسيزې د دوی ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې.
کوچي سرخېلانو دغه څرګندونې د ليندۍ په ۲۲مه، په مزارشريف ښار کې د شمال زون د کوچيانو سراسري شورا په پرانېست غونډه کې وکړې.
په دغې ناسته کې د شمال زون د بېلا بېلو ولايتونو له کوچي سرخېلانو سربېره د بلخ سرپرست والي، د کوچيانو د لوى رياست رييس، په ولسي جرګه کې د کوچيانو وکيلانو او د کوچيانو په برخه کې د جمهوري رياست سلاکار برخه لرله.
په افغانستان کې د کوچيانو د لوی رياست رييس دلاور فيضان، د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، مزارشريف ته سفر يې په شمال کې د کوچيانو د سراسري شورا پرانېستل، د پوهنې په برخه کې د کوچيانو د ستونزو هوارول او د دوی د مالدارۍ پياوړي کېدل يې موخې دي.
ده ډاډ څرګند کړ چې کوچيان له دولت سره د چارو د سمون په خاطر همغږي دي.
نوموړي زياته کړه، دولت هم د دوی ستونزو ته د ستونزې په سترګه ګوري او د هوارولو لپاره يې ژمنې کړې دي.
د يادې غونډې په اوږدو کې د شمال زون د کوچيانو سراسري شورا هم پرانېستل شوه.
د دغې شورا مشر سيد محمد حريق پژواک ته وويل، له تېرې يوې لسيزې د شمال زون کوچيانو ته هېڅ ډول پاملرنه، نه ده شوې.
ده زياته کړه، کوچيانو ته د تذکرو نه ورکول، د څړځايونو غصب او د پوهنې په برخه کې کوچيانو ته د دولت نه پاملرنه د دوی عمده ستونزې دي.
بلخواد بلخ سرپرست والي عطامحمد نور يادې غونډې ته په وينا کې د کوچيانو د څړځايونو د غصب موضوع تاييد کړه او ويې ويل، له يادې شورا سره په همغږۍ به د دغې ستونزې د حل لپاره کار وکړي.
نور وويل: ((د کوچيان څړځايونه غصب کېږي، ځنګلونه يې خرابېږي، مېنې او دښتې يې تالا کېږي.))
د هغه په وينا، په شمال کې کوچيان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او دولت بايد د هغوى د ستونزو د حل کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP