غزني (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): په غزني کې امنيتي چارواکي وايي، په ده يک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ١٧ طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
له شاوخوا يوې اونۍ راهيسې د غزني د ده يک ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
په سيمه کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا د لومړي کنډک رييس ارکان جګړن شېرمحمد د ليندۍ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ولسوالۍ په ذاکر، پايلوچ، تاسن، رباط او شادي کلا سيمو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
ده زياته کړه، په دې جګړو کې تر اوسه ١٧ طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي او د طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه وايي: ((جګړه اوس هم روانه ده، خو په دې جګړه کې تر اوسه د ملي اردو سرتېرو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))
دغه راز د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريدجنرال نظام الدين خنجر پژواک ته وويل، په ده يک ولسوالۍ کې د بدر په نوم عمليات يې پيل کړي دي.
د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې څو سيمې له طالبانو نيول شوې او پوستې په کې جوړې شوې دي.
خنجر د کره شمېرې له ورکولو پرته وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ګڼ طالبان وژل شوي او ځيني نور ټپيان دي.
دى زياتوي، د عملياتو پر مهال د سيمې خلکو له امنيتي ځواکونو سره ډېره مرسته کړې ده.
دغه راز د ده يک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن فيض محمد طوفان پژواک ته وويل، په دغو عملياتو کې د نورو طالبانو تر څنګ ملا قادر هم وژل شوى دى.
هغه وايي: ((دا سړى په ذاکر سيمه کې و او ډېر خطرناک سړى و، خو په دغو عملياتو کې و وژل شو.))
د ده په خبره، څو ځلې وسله والو طالبانو غوښتل چې ده یک ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو له ماتې سره مخ شول.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP