Language

د پکتیکا د یحیی خېلو ولسوالۍ سیمه ییز پولیس وسلو او مهماتو ته اړتيا لري

ښرنه (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٥): د پکتيکا د يحيى خېلو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وايي چې د وسلو او مهماتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، بايد حکومتي  چارواکي يې ستونزه هواره کړي.

هغه وايي چې په تېرو پنځو کلونو کې ١٥٠ سيمه ييز پوليس وژل شوي خو دغه ولسوالۍ یې د وسله والو طالبانو له ولکې څخه ژغورلې ده.

د يحيى خېلو ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شېرمحمد دغه څرګندونې د ليندۍ په ٢٨مه د خلکو له لوري د سيمه ييزو پوليسو د ستاينې په غونډه کې وکړې.

شېرمحمد وويل چې د دې ولسوالۍ امنيت تر ډېره بريده د سيمه ييزو پوليسو او خلکو له لوري نيول شوى دى.

هغه وايي: ((په تېرو پنځو کلونو کې زما ١٥٠ پوليس وژل شوي او له دې ډېر ټپيان شوي خو موږ دغه ولسوالۍ طالبانو ته نه ده پرېيښې.))

هغه وايي، د وسلو او مهماتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دى او حکومت يې بايد دغه ستونزه هواره کړي.

ده وويل: ((موږ ته پيسې مهمې نه دي، موږ ته وسلې او مهمات مهم دي تر څو د خپلې ولسوالۍ امنيت پرې وساتو.))

په ياده غونډه کې د دولتي چارواکو تر څنګ، د مدني ټولنو غړو او عامو خلکو هم برخه اخيستې وه.

د خلکو په استازيتوب قومي مشر نورمحمد نوري وويل چې پنځه کاله وړاندې يحيى خېل د پکتيکا تر ټولو نا امنه ولسوالۍ وه.

د هغه په وينا، بهرنيو ځواکونو په اتو کلونو کې ونه شو کولاى چې د دې ولسوالۍ امنيت تامين کړي خو خلکو او سيمه ييزو پوليسو په دې ولسوالۍ کې امنيت ټينګ کړى دى.

هغه وايي: ((موږ دلته درې سوه تنه سيمه ييز پوليس لرو، عبدالله عبدالله او اشرف غني د کمپاينونو په وخت کې دلته سفرونه کړي وو  او د مرستو ژمنه يې وکړه خو تر اوسه يې هېڅ هم نه دي کړي.))

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.