Language

جنرال عبدالرازق: د ولس له منځه غوره شوې يوه کمېټه دې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي

 

کندهار (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٥): د کندهار امنیه قوماندان پر سولې د ټينګار ترڅنګ وايي، يوه داسې سیمه دې مشخصه شي چې امنه وي، ترڅو طالبان له خپلو کورنیو سره یو ځای په کې ژوند وکړای شي.

نوموړي دغه راز له روسيې سره د طالبانو پر تازه اړیکو اندېښنه وښودله او ویې ویل، دا لوی پېغور او د هېواد د بربادۍ یوه بله پیلامه ده.

ده پر طالبانو غږ وکړ چې پر بهرنیو دې تکیه نه کوي، بلکې د ولس په غوښتنه دې له حکومت سره د سولې لپاره مشترکه ژبه پیدا کړي او روان ناورین ته د پای ټکی کښېږدي.

دغه څرګندونې "د سولې چيغه" تر سرلیک لاندې په هغې غونډه کې وشوې چې د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه او د دې ولایت تر څنګ په کې د هلمند، اروزګان، زابل، کابل، هرات، پکتيا، غور، بادغيس، فراه، نیمروز شاوخوا درې زره ولسي مخورو، دیني عالمانو، د خلکو استازو مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په پیل کې د کندهار والي خبرې وکړې او ویې ویل، حکومت د سولې لپاره خپلې دروازې خلاصې پرې ايښي، دا د وسله والو مخالفینو ديني مسوولیت دی چې جګړه پای ته ورسوي او خپلې غوښتنې د مذاکرې پر مېز وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، د جګړې تر ټولو لوی زيان عامو خلکو ته رسېدلی، دغه راز جګړې د ټولنې اقتصادي، انکشافي، اجتماعي، فرهنګي او ان مذهبي بنسټونو ته زيان اړولی دی.

د ده په خبره، په افغانستان کې دوه مسلمان اړخونه په جګړه اخته دي او د سولې غوندې مهم امر شا ته پرېښودل شوی، په داسې حال کې چې لوی خداى(ج) سوله تر جګړې غوره بللې ده.

عزیزي وویل: ((یواځینۍ لاره دا ده چې په خپله ولس د دواړو لورو تر منځ منځګړتوب وکړي، دواړو لورو ته نیمګړتیاوې ور په ګوته کړي او روان ناورین پای ته ورسوي.))

ورپسې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق خبرې وکړې او ویې ویل، که په هېواد کې هر څومره وينې تویې شي او دا غمیزه څومره هم دوام وکړي، پای یې د سولې خبرې دي.

هغه زیاته کړه، نور حکومت او ولس له جګړو او وينو تویېدو ستړی شوی، ښايي طالبان هم ستړي وي، په همدې بنسټ پر ولس غږ کوو چې راپورته شي او د سولې لپاره ګام واخلي، نور دې په دې برخه کې پر حکومتونو او سفارتونو تکیه و نه کړي، ځکه که هغوی د سولې لپاره څه کولای، په تېرو شپاړسو کلونو کې به يې کړي وو.

د ده په خبره، طالب چې په هر نوم دی، د دې وطن دی، نه یې په زور کډې کولو ته اړ کولای شي او نه ورڅخه افغان هویت اخیستلای شي.

login or register a new account.

Related Topics