Language

“د امنیتي ځواکونو ملاتړ د دیني عالمانو او قومي مشرانو مسوولیت دی”

کندهار(پژواک،٢٩ليندۍ٩٥): د کندهار دیني عالمان او قومي مشران وايي، امنيتي ځواکونو د هېواد او خلکو ساتونکي دي او له هغوی څخه ملاتړ یې ملي مسوولیت دی.

دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې چې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه او د کندهار شاوخوا ۴۰۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو په کې ګډون کړی وو.

وینا والو د امنيتي ځواکونو پر ملاتړ برسېره د سولې پر اړتیا هم خبرې وکړې او پر وسله والو طالبانو یې د سولې غږ وکړ.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالعلي شمسي وویل، د دې ولایت دیني عالمان او قومي مشران دې ځوانان وهڅوي چې د ملي اردو په لیکو کې شامل شي او خپل ملي امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي.

هغه زیاته کړه، د ملي اردو په لیکو کې د کندهار د ځوانانو ونډه کمه رنګه ده او په دې برخه کې باید ډېر کار وشي.

د کندهار د علماوو شورا مشر مولوي عبیدالله فیضاني له خلکو وغوښتل چې د خپلو امنیتي ځواکونو تر شا ودرېږي او له هغوی سره د امنيت په تامین کې مرسته وکړي.

ده زیاته کړه، څوک چې بې ګناه خلک وژني او یا ټولګټو پروژو ته زیان اړوي، رښتیني مسلمانان او افغانان نه دي.

نوموړي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د جګړې پر ځای د خبرو له لارې خپلې غوښتنې مطرح کړي او په دې توګه هېواد له بحران څخه وژغوري.

د کندهار د سولې شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي هم له طالبانو وغوښتل چې له ورور وژنې لاس واخلي او له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د هېواد او خلکو د ساتلو لپاره ملا وتړي.

هغه دغه راز پر طالبانو غږ وکړ چې پاکستان پرېږدي او خپل وطن ته را ستانه شي او د پردیو کړیو له نفوذ څخه ځانونه خلاص کړي.

یوه بل دیني عالم قاري مومن بیا له حکومت څخه وغوښتل چې په پاکستان کې مېشت کډوال بیرته خپل وطن ته را ستانه کړي.

د ده په خبره، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد د استخباراتي کړیو له خوا په یوه او بل نوم په افغانستان کې جګړې ته هڅول کېږي او د خپلو وطنوالو ژوند او امنیت ګواښي.

login or register a new account.