غزني ښار(پژواک،٣٠ليندۍ٩٥): د غزني امنيتي مسوولينو يو کس د خپلې ښځې د وژنې او يو ملا امام د جنسي تېري په تور نيولي دي.
د غزني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير احمد قاهر ناصري د ليندۍ په ٣٠مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې څو ورځې وړاندې د حامد په نوم يو کس د غزني ښار په توحيد اباد سيمه کې خپله مېرمن وژلې وه.
هغه وويل چې دغه کس تښتېدلى ، خو تېره ورځ د پوليس له لوري ونيول شو.
قاهر زياته کړه چې ياده پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې وه او حامد پر خپل جرم هم اعتراف کړى دى.
دغه راز په دې غونډه کې د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله شجاعي پژواک ته وويل: (( حامد خپله ښځه د ديګ بخار په سر او چاقو وهلې وه چې مړه شوې وه.))
ده وويل چې پوليسو دغه کس تېره ورځ د امير محمد خان کلا په سيمه کې نيولى دى.
خو حامد بيا وايي چې ښځې له يو شمېر کسانو سره نا مشروع اړيکې درلودې، نو ځکه يې وژلې ده.
ده وويل: (( د ښځې مور او پلار مې هم په دې خبر کړي و چې لور يې نا مشروع اړيکې لري، څو ځلې مې ورته وويل خو اصلاح نه شوه نو ما هم و وژله.))
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير محمد قاهر ناصري پژواک ته وويل چې پوليسو هغه ملا امام هم نيولى چې تېره ورځ يې پر خپل ١١ کلن زده کوونکي جنسي تېرى کړى و.
هغه وايي چې دغه کس پوليسو د غزني ښار له غيب قلندر سيمې څخه نيولى دى.
قاهر زياته کړه: (( له دې ملا سره شپږ ماشومانو ديني زده کړې کولې چې تېره ورځ يې پر خپل يو کوچني زده کوونکي جنسي تېرى کړى دى.))
ده وويل چې دې ملا امام هم پر خپل جرم اعتراف کړى او دوسيه يې محکمې ته استول شوې ده.
login or register a new account.