Language

کندوز کې “پامير١” عمليات پيل شول

کندوز (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٥): د هېواد په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قومانداني وايي، چې د "پامير١" عملياتو په جريان کې چې له نن سهار راهيسې په کندوز کې پيل شوي؛ ٩ وسله وال مخالفين او يو سرتېرى وژل شوي او ١٨ نور ټپيان شوي دي.

د هېواد په شمال ختيځ کې د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شېرعزيز کامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې "پامير١" عمليات نن سهار شپږ بجې په ټول کندوز کې پيل شول.

نوموړي زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه د کندوز ښار د حضرت سلطان د څلورلارې سيمه د وسله والو مخالفينو له موجوديت څخه پاکه شوې ده.

د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان زياته کړه  چې د يادو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه ٩ وسله وال مخالفين او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي او شاوخوا ١٧ وسله وال مخالفين او يو سرتېري ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې دغه عمليات د امنيتي ځواکونو ترمنځ په بشپړه همغږۍ پر مخ روان دي او په بشپړه توګه د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د دغه ښار تر پاکولو پورې به دوام ولري.

د کندوز  ولايتي شورا غړي غلام رباني د دغو عملياتو  د ترسره کولو هرکلى وکړ او ويې ويل: "پخوا هم څو ځلې دا ډول عمليات ترسره شول خو کومه ښه پايله يې نه درلوده، هيله ده چې د پامير١ عمليات د پخوا په څېر نه وي."

نوموړي زياته کړه، کندوز ولايت پراخو عملياتو ته اړتيا لري، څو په ترڅ کې يې ټولې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې او په زيان ليدونکو سيمو کې لا ډېر سرتېري ځاى پر ځاى شي.

په کندوز ولايت کې لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي وايي چې د ياد ولايت په يو شمېر نا امنو سيمو کې به ډېر ژر د "شفق٢" عمليات هم ترسره شي او په دغو عملياتو کې به د ځمکې او هوا له لارې د وسله والو طالبانو ځالې په نښه شي.

دغه عمليات په داسې حال کې پيل شوي چې کندوز له تېر يوه کال څخه په زياته موده کې دوه ځلې د وسله والو طالبانو لاسونو ته وغورځېد، اوس يې هم په يو شمېر سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته دوام لري او د امام صاحب، کلازال، ارچي، چهاردرې، علي اباد او خان اباد ولسواليو ډېر شمېر سيمې د وسله والو مخالفينو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.