کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۵): د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د قمبر څلور لارې ته څېرمه په موټر کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله يو تن مړ او د ناوې او زوم په ګډون درې تنه نور ټپيان شول.
د پوليسو د ١١٩ شمېرې د څانګې مشر مل پاسوال محمد همايون عيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجى د ګازي موټر د غير معياري سيسټم له امله رامنځته شوې ده.
د ده په وينا، په دې چادونه کې موټر چلوونکی مړ شوى او يوه مېرمن، ناوې او زوم ټپيان دي.
د کابل د استقلال روغتون مشر ډاکټر محمدصابر نصير پژواک ته وويل چې ياد شوي ټپيان دې روغتون ته لېږدول شوي دي
د هغه د معلوماتو له مخې، د ناوې او ورسره مېرمنې روغتيايي حالت نازک دى، خو د زوم روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP