Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه د “ولسي پوليسو” مرستيال ټپي شو

فراه (پژواک،١١ مرغومی ۹۵): د فراه ولايت د "ولسي پوليسو" مرستيال محمدعيسى په وسله وال بريد کې ټپی شو.

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې محمد عيسی تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا پنځه بجې د فراه د مرکز اړوند د "باغ کافي" په سيمه کې خپل کور ته څېرمه تر  وسله وال بريد لاندې راغى.

ده وويل چې په کرولا موټر کې سپرو کسانو پر محمدعيسى ډزې وکړې او بريدکوونکي تښتېدلي دي.

د هغه په وينا،محمد عيسى د فراه په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د ولسي پوليسو تشکيل په هېواد کې د خلکو او پوليسو تر منځ د اړيکو د رامنځته کېدو په موخه اووه کاله وړاندې په لومړي ځل په کابل کې رامنځته شو او دا مهال په ټول هېواد کې  فعاليت لري.

چارواکي وايي چې ولسي پوليس په هر ولايت کې ۱۵ تنه تشکيل لري چې اووه يې پوليس او اته يې ملکي کسان دي.

محمد عيسی مخکې د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې د مدير په توګه هم دنده تر سره کړې ده.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.