لښکرګاه (پژواک،۱۳مرغومی۹۵): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ځينو قوماندانو په ګډون ٥٢ طالبان وژل شوي او بريدونه يې په شا تمبول شوي دي.
دغه څرګندونې د ٢١٥ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي له څو نورو امنيتي چارواکو سره د مرغومي په ١٣مه د خبري غونډې پرمهال وکړې.
احمدزي وويل، په تېرو دوو شپو کې وسله والو طالبانو په مارجې او سنګين ولسواليو کې بريدونه ډېر کړي وو، خو تېره شپه په دې سيمو کې امنيتي هوايي او ځمکني ځواکونو بريدونه وکړل.
د ده په وينا، په دې بريدونو کې د طالبانو د قوماندانانو کريم الله، فيض الله، سميع الله او هاشمي په ګډون ٣٩ طالبان وژل شوي او څو نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د کومانډو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ١٣طالبان وژل شوي دي.
د هغه په خبره، تېره شپه ديشو ولسوالۍ په بهرامچې سيمه کې هم کومانډو ځواکونو چاپې وهلي، چې په ترڅ کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ يوه اندازه وسلې او مهمات او د نشه يي توکو د توليد يوه فابريکه له منځه وړل شوې ده.
دغه راز احمدزي وويل، په سنګين ولسوالۍ کې څلور سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
په دې خبري ناسته کې د هلمند د ملي امنيت رييس تورن جنرال محمد ياسين وويل، ځينې ګاونډي هېوادونه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته پيسې او نور امکانات ورکوي.
ده زياته کړه، په دې ولايت کې د وسله والې جګړې ترڅنګ څو استخباراتي شبکې هم کار کوي، ترڅو دغه ولايت د سقوط له ګواښ سره مخامخ کړي.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، په دې کسانو يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي هم شامل دي چې له دواړو خواوو پيسې او امکانات ترلاسه کوي.
وسله وال طالبان هم د هلمند جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل، په سنګين ولسوالۍ کې طالبانو څلور پوستې نيولې دي او لا هم جګړه دوام لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP