کندوز (پژواک،١٨مرغومى ٩٥): دکندوزپوهنتون يو شمېراستادانو، د ياد پوهنتون د نوي رييس په توګه د ډاکټرخيبرګومارنې په تړاو د اعتراض څرګندولو ترڅنګ وويل چې ددې پوهنتون نوى رييس د قانوني معيارونوخلاف ټاکل شوى دى.
د اعتراض کوونکو استادانو شمېر چې ٢٠ کسانو ته رسېده، نن يې يوه خبري ناسته کې وويل چې د کندوز پوهنتون نوي رييس ټاکنې پرمهال، د دوى نظر نه دى اخيستل شوى.
د کندوز پوهنتون د استادانو شورا مشرذبيح الله موسوي وويل چې د کندوز پوهنتون نوى رييس د قانوني معيارونو پام کې نيولو پرته ټاکل شوى چې د منلووړ نه دى او د پوهنتون رييس ټاکنې پرمهال بايد د استادانو نظرواخيستل شي.
نوموړي، ددې مطلب په څرګندولو سره چې د لوړو زده کړو په نوي قانون کې راغلي دي چې د پوهنتون رييس ټاکنه د استادانو له لوري ترسره کېږي، وويل:" له بده مرغه چې ددې ولايت پوهنتون رييس ټاکنه کې، د لوړو زده کړو قانون ترپښولاندې شوى دى."
د کندوز پوهنتون يوتن استاد قطب العارفي سراج وويل چې د کندوز پوهنتون رييس ټاکنې موضوع له دوه يا درې استادانو سره شريکه شوې ده، نور زيات استادان د نوي رييس له ګومارنې بې خبره وو.
د سراج په وينا، که حکومت په دې برخه کې له سره کتنه و نه کړي، استادان به په پراخو مدني اعتراضاتو لاس پورې کړي.
خو د کندوز پوهنتون نوي رييس ډاکټرخيبرسيفي وويل چې کندوز پوهنتون ١٢٧ استادان لري چې له دې ډلې يوازې ٢٠ يې د هغه له ګومارنې سره مخالف کړى دى.
نوموړي، ددې مطلب په څرګندولو سره چې ددې ولايت پوهنتون رييس په توګه دهغه ګومارنه، د قانون له مخې شوې ده، جمهوري رياست ته معرفي شوى، د ولسمشر يوسلاکار ورسره مرکه کړې او وروسته د ولسمشرۍ له لوري ګومارل شوى دى.
login or register a new account.