خوست ښار (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): په خوست کې يو تن د خپلې کورنۍ پر غړو بريد کړی چې درې کسان يې وژلي او يو کس يې ټپي کړى.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د مرغومي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ډډوالو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي چې له امله يې خور، ورور او د تره زوی وژل شوي او پلار يې ټپي شوی دی.
دى وايي چې د قاتل پلار روغتون ته لېږدول شوى او اوس تر درملنې لاندې دى.
ځدراڼ زياته کړه چې تراوسه د يادې پېښې انګېزه نه ده معلومه، پوليسو بريدګر نيولى او پوښتنې ترې پيل شوې دي .
د سيمې يو تن اوسېدونکي اکبرالله پژواک اژانس ته وويل چې بريدګر معتاد دی او پېښه د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې.
پوليسو ددغې پېښې په تړاو تراوسه رسنيو سره معلومات نه دي شريک کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن