خوست ښار (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٥): د خوست ځايي چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د حقاني شبکې دوه سرګروپان او دوه نور وسله وال وژل شوي دي.
د خوست د صبريو ولسوال زرمعيد مخلص د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد تېرماښام ددې ولسوالۍ د محمدعزيز کلا ترڅنګ پر يوه سراچه موټر شوی، چې په کې سپاره څلور واړه کسان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو وژل شوو کسانو کې د نظرجان او روح الله په نومونو د حقاني شبکې دوه سرګروپان دي او همدارنګه يو ماين خښوونکی او څلورم هغه يې د وسلو او مهماتو د لېږد مسوول وو.
مخلص زياته کړه، چې ياد وژل شوي وسله وال مخالفين د صبريو ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي وو او دغلته يې د ورانکارو فعاليتونو د تنظيم مسووليت پرغاړه درلود.
تر اوسه ولايتي امنيتي منسوبينو د ياد هوايي بريد او د وژل شوو کسانو په اړه څه نه دي ويلي او همدارنګه حقاني شبکې او طالب وسله والو هم په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلی.
په همدې حال کې د سيمې يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک اژانس ته وويل، ويې ليدل چې له هوا څخه يو سراچه موټر پر توغندي ويشتل شوى، خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يادونې ده چې پرون يوې امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته ويلي و چې امنيتي ځواکونو په صبريو ولسوالۍ کې د خوست لپاره د حقاني شبکې د ځانمرګو بريدونو مسوول نيولى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن