غزني ښار(پژواک،٢٢مرغومى٩٥):د غزني د درېيو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې سيمه ييز پوليس يې بايد فعال او پياوړي شي ، ځکه چې د امنيت په ټينګښت کې يې ښه نتيجه ورکړې ده.
د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ قومي مشر حاجي ميرزا محمد د مرغومي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس شته ، خو په دې وروستيو کې يې شمېر کم شوى دى.
هغه وايي چې د سيمه ييز پوليسو په کمېدو سره په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ستونزو کچه هم لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه: (( حکومت ددې پرځاى چې زموږ ستونزې هوارې کړي نور هم زموږ مشکلات ډير وي، زموږ شل کسه سيمه ييز پوليس يې کم کړي دي.))
د غزني د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکى رحیم الله وايي چې د امنيت د ټينګښت په موخه د دوى په ولسوالۍ کې هم بايد سيمه ييز پوليس فعال شي.
هغه وايي: (( د سيمې خلک ښه کولى شي چې امنيت ټينګ کړي، ځکه هغوى خلکو سره په ژبه پوهيږي او هم خلک ورته معلوم وي چې څوک له چا سره څه رابطه لري.))
رحيم الله وايي، دوى حاضر دي چې د سيمه ييزو پوليسو لپاره حکومت ته کسان ورکړي، خو په دې شرط چې تنخوا او نور امتيازات يې حکومت په خپل وخت ورکړي.
د ګيلان اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې ډيرې دي او يواځې سيمه ييز پوليس کولى شي امنيت ټينګ کړي.
هغه وايي: (( دغه ولسوالۍ د زابل له خاک افغان ولسوالۍ سره نښتې ده، دلته د داعش او نورو وسله والو تګ راتګ ډير شوى که سيمه ييز پوليس ورته جوړ نه شي دا ولسوالۍ به ډيره نا امنه شي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، ددې ولسوالۍ يو شمېر سيمې اوس هم د افغان دولت د وسله والو مخالفينو په ولکه کې دي.
په غزني کې د مدني ټولنې غړي احمد جميل پژواک ته وويل چې که په ټول ولايت کې سيمه ييز پوليس فعاله شي او وسلې او تجهيزات ورنه کړل شي هيڅ پايله نه لري.
هغه وايي: (( تر کومه چې زه خبر يم په ډيرو سيمو کې اوس هم سيمه ييزو پوليسو ته په وخت معاش او وسلې نه ورکول کيږي او له ډيرو ستونزو سره مخ دي.))
login or register a new account.